Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کانکور ازموینې ته د یوه پر مختللي سیسټم جوړولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

کابل (پژواک ۲۳ لړم ۱۴۰۳): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، د ملي ادارې سره یې کانکور د ازموینې سیسټم د جوړولو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی او دغه سیسټم د نمرو ورکونې، پوهنځیو ته محصیلینو د ویش تفکیک او د نمراتو د ترتیب او تنظیم چارې سرته رسوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه هوکړه‌لېک د یاد وزارت د سرپرست مولوي نجیب‌الله حیات حقاني او د ازموینې ملي ادارې مشر مولوي عبدالباقي حقاني تر منځ لاسلیک شو.

الکوزي لیکلي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست په دغه لېدنه کې د ټکنالوجۍ په ارزښت او ډیجیټل حکومتولۍ خبرېوکړې او اوسني عصر کې یې د سیسټمونو له لارې د چارو ترسره کول ولسونو لپاره یوه مهمه برخه یاده کړه.

د نوموړي په خبره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅه کوي څو عېواد  کې د ډیجیټل حکومتولۍ له مخې امارتي وزارتونو اوادارو ته ګڼ شمېر سیسټمونه جوړ او د ملت د هوساینې په موخه یې تطبیق کړي چې اوس مهال هم د مخابراتو او معلوماتي ټنکالوجۍوزارت یو شمېر سیسټمونه تطبیق کړي او په ډېر شمېر سیسټمونو کار روان دی.

الکوزي لیکلي، د کانکو ازموینې سیسټم چې یو پرمختللی سیسټم دی او په لنډ وخت کې به یې د تطبیق مرحله هم پیل شي.

هغه د معلوماتو له مخې، په ټولیز ډول د کانکور د ازموینې سیسټم د هېواد په کچه د نمرو ورکونې، ګڼو پوهنځیو ته د نمرو په اساس د محصیلینو د ویش تفکیک او د نمراتو د ترتیب او تنظیم چارې سرته رسوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.