Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چین کې د موټر په وسیله برید کې ۳۵ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۳): د چین په سوېل ژوهه ښار کې له یوه خونړي برید وروسته چې له امله یې ۳۵ کسان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي، لوړپوړو چیني چارواکو د پېښې د بشپړې څېړنې غوښتنه کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، پرون یو موټر چلوونکی له موټر سره یوه ورزشي مرکز ته ننوتلی او هغه کسان چې د تمرین په حال کې وو، د موټر لاندې کړي یې دي.

د پولیسو په وینا، بریدګر چې له پېښې وروسته یې ځان په چاقو ټپي کړ، نیول شوی او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

تراوسه د پېښې لامل روښانه شوی نه دی.

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ امر کړی، د یادې پېښې د ټپیانو د درملنې لپاره لازم اقدامات دې ترسره شي او دغه راز یې له چارواکو غوښتي چې بریدکوونکي ته دې د قانون پر اساس سزا ورکړل شي.

هم‌مهاله رویټرز راپور ورکړی چې لوړپوړو چیني چارواکو د پېښې د بشپړې څېړنې غوښتنه کړې ده.

دغه پېښه داسې مهال کېږي چې د چین تر ټولو لوی هوايي نندارتون د ګواندونګ ایالت په ژوهای ښار کې د ترسره کېدو په حال کې و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.