کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۳): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، هالنډي پانګهوالو د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې په افغانستان کې د نفت او ګازو د اکتشاف او استخراج، له هغو څخه د انرژۍ تولید او د نفتو د پروسس معیاري کارخونې جوړولو برخه کې پانګهونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایتالله بدري د هالنډ هېواد له پانګهوالو سره وکتل.
سرچینې لیکلي، په دې کتنه کې هالنډي پانګهوالو د نفت او ګازو برخه کې خپلې تجربې او هر اړخیز معلومات شریک کړل، دغه راز یې د افغانستان د نفت او ګازو د اکتشاف استخراج او له هغو څخه د انرژۍ د تولید، د نفتو د پروسس معیاري کارخونې جوړولو برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
خبرپاڼه کې راغلي، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغوی د لېوالتیا هرکلی وکړ او د کانونو د کړنلارې له مخې یې ورسره د هر راز قانوني همکاریو ژمنه وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP