Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې ۱۱ ټنه تاريخ‌تېر درمل او توکي وسوځول شول

لوګر کې ۱۱ ټنه تاريخ‌تېر درمل او توکي وسوځول شول

author avatar
14 Nov 2024 - 14:46
لوګر کې ۱۱ ټنه تاريخ‌تېر درمل او توکي وسوځول شول
author avatar
14 Nov 2024 - 14:46

پل‌علم (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۳): د لوګر په مرکز پل‌علم کې ۱۱ ټنه له وخته تېر درمل، خوراکي او غیرخوراکي توکي وسوځول شول.

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي شبيراحمد صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل، په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې هره میاشت د صنعت او سوداګرۍ ریاست ګډ پلاوی له هټيو او درملتونونو څارنه کوي.

هغه زیاته کړه چې د یادې څارنې په پایله کې په درېیو میاشتو کې ۱۱ ټنه تاریخ‌تېر درمل، خوراکي او غیرخوراکي توکي راټول شوي وو چې نن وسوځول شول.

صدیقي د لوګر ولایت له سوداګرو، هټۍوالو او درملتونونو وغوښتل چې پر خلکو تاریخ‌تېر درمل، خوراکي او غیرخوراکي توکي ونه پلوري.

د صدیقي په خبره، که چېرې هر سوداګر، هټۍوال او یا هم د درملتونونو مالکان پر خپلو مشتریانو او ناروغانو تاریخ‌تېر خوراکي توکي او یا هم درمل وپلوري، قانونې چلند به ورسره وشي.

د مرکز پل‌علم یوه اوسېدونکي مدثر پژواک ته وویل، د صنعت او سوداګرۍ ریاست ته په کار ده چې هره اونۍ له لویو او وړو سوداګریزو مارکېټونو او هټیو څارنه وکړي څو پر خلکو تاریخ‌تېر توکي او درمل ونه پلوري.

دا په داسې حال کې ده چې درې میاشتې مخکې هم په لوګر کې ۱۰ ټنه تاریخ‌تېر توکي او درمل سوځول شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.