Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډاکټران: طبي بوټي د ځينو ناروغیو لپاره ګټور دي، خو کیستونه له منځه نه وړي

کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۳): د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکي او د طبي بوټو پلورونکي وایي چې له طبي بوټو استفاده کولای شي چې د رحم او تخمدان کیسټونه له منځه یوسي، خو ډاکټران وایي که څه هم طبي بوټي ځينو ناروغیو ته ګټور دي، خو نه شي کولای کیسټونه له منځه یوسي.

د روغتیایي چارو متخصصین وایي چې کیسټونه له مایعاتو ډکې کیسې، هوا یا نیمه جامدې دي چې د بدن په بېلابېلو برخو کي جوړیږي، دا جوړښت کولای شي د بدن په هره برخه لکه په زایګوټ یا رحم کې رامنځته شي، ډېری کیسټونه له درد پرته وي او په خپله له منځه ځي، ځو ځيني نور ښايي درملنې ته اړتیا ولري.

ادعا: د کيسټونو د له منځه وړو لپاره ځيني طبي بوټي ګټور دي.

حکم: که څه هم طبي بوټي د ځينو ناروغیو لپاره ګټور دي، خو ممکنه نه ده چې کيسټونه له منځه یوسي.

په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي مطالب

د اطلاعات عمومي فېسبوک‌پاڼه کې د ادرک خواصو په اړه یو مطلب خپور شوی چې په کې راغلي، ادرک د رحم او تخمدان کیستونو درملنې لپاره موثر دي.

ورته مهال، په پخلنځي کې درملتون، له مېرمنو د مراقبت په نوم یوې بلې پاڼې کې د تخمدان کیستونو درملنې د یوه اغېزناک طبي بوټي په نوم یوه مطلب کې راغلي چې بادیان، شنبلیله او د پنج انګشت ونې مېوه د کیسټونو لپاره موثر دي.

سرچینې لیکلی: «د شنبلیلې دانې په نړۍ کې د غذایي او طبیعي درملو یوه مهمه سرچینه پېژندل شوې او نتیجو ښودلې چې د کیسټونو د حجم او شمېر کمېدو او ان د کیسټونو د بشپړ له منځه وړو لپاره ډېر ګټور دي.»

د طبي، لابراتواري عمومي معلوماتو په فېسبوک‌پاڼه کې د پیازو د خواصو په اړه یو مطلب خپور شوی چې په کې راغلي: «د تخمدان یا رحم کيسټونو او میاشتنۍ ناروغۍ درملنې لپاره یو مکمل پیاز د هغه پوست سره په دوه ګیلاسه اوبو کې د ۱۰ دقیقو لپاره جوش کړئ او بیا هغه اوبه وڅښئ، ۳ میاشتې د دغه کار دوام کيسټونه له منځه وړي.»

د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو د ویډويي کلېپونو په خپرولو سره ځيني طبي بوټي لکه ګل مریم، شنبلیله او داسې نور د کيسټونو، په ځانګړي ډول د رحم او تخمدان د له منځه وړو لپاره موثر بللي دي.

د طبي بوټو یو شمېر پلورونکي او یو حکیم هم وایي چې طبي بوټي د کيسټونو درملنې لپاره اغېزناک دي

د طبي بوټو یوه متخصص محمدرفیع کاظمي پژواک ته وویل چې په عسلو کې د یو شمېر طبي بوټو له خوړلو د تخمدان کیسټونه له منځه ځي.

هغه وایي چې هغه اوبه چې د انار پوستکی په کې جوش شوی وي، زعفران، د بابونې ګل او چهارمغز د تخمدان کيستونو په له منځه وړو کې اغېزناک دي.

نوموړی دغه‌ راز وایي چې د کیسټونو درملنې لپاره د یوې میاشتې لپاره د سیاه دانې په تېلو د نوم، ورغوي، پښو او سر غوړول اغېزناک دي.

هغه وویل، ډېرو ښځو چې په خپلو تخمدانونو کې یې کیسټونه درلودل، درملنه کړي دي.

هغه زیاته کړه: «ان هغو کسانو موږ ته مراجعه کړې چې ډېر قوي قوي کیستونه یې لرل او عملیاتو ته یې اړتیا لرله، خو له نېکه ‌مرغه موږ د هغو درملنه په پیازو سره کړې ده.»

ورته مهال، د حکیم چکري د یوناني درملو پلورنځي مالک حکیم محمدالله سادات وویل: «د کیستونو په ځانګړي دول د تخمدان یا زایګوټ د منځه تلو لپاره طبي بوټي لکه د ګازرو تخم، بادیان، مکودانه، زنجبیل، دارچین، پرسوشان، ګل ګاو زبان له عسلو سره یو ځای استفاده ترې وشي ان‌شاءالله چې ګټور دي.»

حقیقت‌موندنه:

پر کیست اخته یو شمېر کسان: په ځلونو مې له یوناني درملو استفاده کړې، خو نتیجه یې نه درلوده.

د کابل ښار د مکروریانو سیمې یوې اوسېدونکي چې مستعار نوم یې نفیسه ده وایي: «په خپل رحم یا زایګوټ کې مې کيسټ درلود، کله چې ډاکټر تشخیص وکړ او راته یې وویل چې باید عملیات شې، زه له عملیاته وېرېدم، خپلې کورنۍ یوناني طبیبانو ته بوتلم، راته یې یوناني درمل پیل کړل؛ خو هيڅ نتیجه یې ورنه کړه او کيست مې ورځ تربلې لویېده، بالاخره مجبوره شوم عملیات وکړم.»

هغې په دې اړه چې له کومو یوناني درملو یې استفاده کړې؟ وویل: «د ډېرو نومونو مې نه دي زده، خو بادیان، حلبه دانه، پنج‌دانه، زنجبیل مې اېشول او خوړل مې.»

دغه‌راز، د کابل ښار د خیرخانې اوسېدونکې مرسل وویل: «دوه کاله مخکې مې تخمدان کې کیست درلود، تل به مې درد و، له ملګرو راته یو چا وویل چې هره شپه ادرک او دارچین چای کې دم کړم او ویې خورم، خو هيڅ ګټه یې ونه کړه، لاړم نسایي ولادي ډاکټرې ته، هغې راته درمل راکړل، ښه شوم.»

ورته مهال، د یاد ښار یوه بله اوسېدونکې مدیحه وايي: «دوه کاله مخکې مې په رحم کې کیست درلود، یوې ګاونډۍ مې راته وویل چې یوناني درمل وخورم، کله چې یوه عطار ته لاړم، راته یې شپږ ډوله یوناني درمل راکړل، درې ورځې سهار وختي په تشه معده خوړل کېدل؛ خو تاثیر یې ونه کړ، له ډېرو عطاریو مې درمل واخیستل، تر دې چې سرحد مې تر عملیاتو ورسېد او په پای کې مې عملیات وکړ او ښه شوم.»

ډاکټران: طبي بوټي کیستونه له منځه نه وړي، باید ډاکټر ته مراجعه وشي

کابل ښار کې د نسايي ولادي ناروغیو متخصصه ډاکټره خدیجه مصباح وايي، هره ورځ د ورزش نه کول، د خوړو نامناسب رژیم، د ترکاریو، مېوو او کافي اوبو نه څښل رحم او تخمدان کې د کیست رامنځته کېدو لامل کېږي او ځیني وختونه هغه ناروغان چې د حمل اخیستو لپاره یې هورموني درملنه کړې وي، دا درملنه هم د کیست جوړېدو لامل کېږي.

هغه وايي، د میاشتینۍ ناروغي بې‌نظمي، د وزن زیاتوالی، پر مخ، مټ، ملا او سینې د ویښتو شنه کېدل د یادې ناروغۍ نښې ګڼل کېږي.

د مصباح په خبره، که کیست په لومړیو پړاوونو کې تشخیص شي، په درملو ښه کېږي خو که لوی شي، درملنه یې عملیاتو ته اړتیا لري.

هغې په ټولنیزو شبکو کې د بوټو او نورو شیانو له لارې د کیستونو درملنې لپار خپرو شوو مطلبونو په اړه وویل: «د کیست د له منځه وړو لپاره له جوشاندو ګټه پورته کول بشپړ غلط کار دی، دا هورموني ستونزه ده او جوشانده یې نه شي ښه کولای.»

هغه زیاته کړه: «د طبي درملو خوړل خپله اغېزه لري؛ لکه سپېرکۍ، بادیان او ادرک خوړل د نس د باد او پړسوب په له منځه وړو کې اغېزناک دي خو کیست له‌منځه نه شي وړلای.»

دغه‌راز، د نسایي ناروغیو ډاکټرې سونیتا بهرام وویل، چاغوالی، اندېښنې او د خوړو د مناسب رژیم نشتوالی د کیست رامنځته کېدو لامل کېږي.

هغه سپارښتنه وکړه چې د ځینو بدلونونو لیدو په صورت کې باید مریض ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړي؛ ځکه چې کیست که په لومړیو کې تشخیص شي، د درملو له لارې ښه کېږي او که اندازه یې لویه شي، عملیاتو ته اړتیا پېښېږي.

هغې هم د طبي بوټو له لارې د کیستونو درملنې په اړه وویل، د بوټو درملنه ځیني وخت خپل اغېز لري خو د کیستونو د له ‌منځه وړلو لپاره اغېزناکه کېدای نه شي.

هغې په ټینګار وویل: «کومه تجربه چې زه یې د نسايي ولادي برخه کې لرم، هیڅ ناروغ مې د طبي درملو له لارې په بشپړه توګه نه دی ښه شوی او ډېر وخت کیستونه د درملو له لارې هم له‌ منځه نه ځي او عملیاتو ته اړتیا پېښېږي.»

هغې ورځنی مناسب ورزش، له مېوو او ترکاریو ګټه اخیستل او له ډېرو غوړو خوړو ډډه کول د کیستونو د مخنیوي لپاره اغېزناک بولي.

پایله: د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکي او د طبي بوټو پلورونکي ادعا لري چې د ځینو جوشاندو له لارې د رحم او تخمدان د کیستونه درملنه کېدای شي خو د روغتیايي چارو متخصص یادې خبرې ردوي او وايي، شونې نه ده چې کیستونه د بوټو د جوشاندو له لارې له منځه ولاړ شي.

حکم: سره له دې چې طبي بوټي د ځینو ناروغیو درملنې لپاره ګټور دي خو شونې نه ده چې کیست له منځه یوسي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.