فراه ښار (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۳): د فراه د کرنې ریاست وايي، سږ کال په دغه ولایت کې څه باندې ۱۳۵۰۰ ټنه مۍ تولید شوي چې د تېر کال په پرتله ۷۴ سلنه ډېروالی ښیي.
د فراه د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي عبدالغني عابد پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر کال د دغه ولایت پر ۱۵۸۷ هکتاره ځمکه مۍ کرل شوي وو چې ۳۶۵۰ ټنه حاصل یې ورکړی دی.
هغه دغه راز زیاته کړه، سږ کال بیا په ۶۷۸۱ هکټاره ځمکه مۍ کرل شوي چې ۱۳۵۶۲ ټنه حاصل ترې ترلاسه شوی او د تېر کال په پرتله نږدې ۷۴ سلنه ډېروالی ښیي.
د نوموړي په خبره چې د میو کښت په فراه کې ښه پایله ورکړې او په لږ لګښت ډېر حاصل ترې ترلاسه کېږي.
نوموړی زیاتوي چې د فراه مۍ هرات، کندهار او هلمند ولایتونو ته وړل کېږي او له هغه ځایه بیا ایران، پاکستان او هند هېوادونو ته صادریږي.
بل لور ته، کروندګر هم د مۍ حاصلاتو او بازار ته خوښ دي.
د فراه خاکسفید ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمدوزیر پژواک ته وویل چې پر ۶۰ جریبه ځمکه یې مۍ کرلي او نهه خرواره مۍ یې ترلاسه کړي دي.
هغه زیاته کړه: «سږ کال یې حاصلات ډېر ښه دي، ورښتونه وشول، کال اباد دی، ټول دوه نیمې میاشتې وخت نیسي... یو من مۍ په بازار کې په څلور سوه افغانۍ خرڅېږي چې دا د هر دهقان لپاره ښه خبره ده.»
دغه راز، د بکواه یوه اوسېدونکي غلامسخي پژواک ته وویل چې سږ کال په دې ولسوالۍ کې میو ښه حاصلات درلودل.
هغه زیاته کړه: «تېر کال یې خوند نه و، خو سږ کال یې حاصلات ډېر ښه دي، موږ ورته خوشحاله یو.»
د فراه کروندګر وایي، که چېرې یې کښتونو ته د اوبهخور منظم سیسټم برابر شي، نو وبه کولای شي له خپلو ځمکو ډېر حاصلات ترلاسه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP