کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۳): د ایران د عدلیې وزارت یو پلاوی د زندانیانو پر مسایلو د خبرو په موخه کابل ته راغلی او تر راتګ مخکې یې ویلي چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به زر افغان بندیان د افغانستان سرپرست حکومت ته وسپاري.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه غږیز پیغام کې ویلي، د ایران د عدلیې وزارت یو پلاوی کابل ته راغلی دی.
هغه ویلي، یاد پلاوی به د اسلامي امارت له چارواکو سره په دواړو هېوادونو کې د زندانیانو پر مسایلو خبرې وکړي.
هغه زیاته کړې، دا یو ښه ګام دی چې له ایرانه افغان زندانیان خپل هېواد ته را انتقال شي او د بند پاتې موده دلته تېره کړي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا بیا راپور ورکړی چې د دغه هېواد د زندانیانو د انتقال کمېټې مشر عسکر جلالیان کابل ته د تګ پر مهال ویلي چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به په دغه هېواد کې زر افغان بندیان اسلامي امارت ته وسپاري او د بند پاتې وخت به په خپل هېواد کې تېر کړي.
هغه ویلي چې د یادو زندانیانو ډېر یې د نشهیي توکو اړوند جرمونو محکوم شوي دي.
هغه د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا ښه والي ټینګار کړی او ویلي یې دي: «د ایران اسلامي جمهوریت او افغانستان په بېلابېلو برخو کې ښې اړیکې لري او دواړه همژبې هېوادونه ډېر مشترکات لري او کېدای شي ځیني بدغوښتونکي ونه غواړي چې ایران له ګاونډیانو سره پراخې اړیکې ولري، خو دوه ملتونه [ایران او افغانستان] له یو بل سره ژورې اړیکې لري او باید هڅه وکړو چې دغه صمیمانه اړیکې پایداره و اوسي.»
افغان او ایراني چارواکو نه دي ویلي چې دا مهال څومره افغانان په ایران کې بندیان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP