Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ورښت اټکل شوی

د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ورښت اټکل شوی

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۳): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د سخت ورښت، تالندې او برېښنا او سېلابو راتلو خبر ورکوي.

یاد وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، نن (جمعه، د لړم ۲۵مه) د سالنګونو په ګډون په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپيسا، پروان، کابل، لوګر، خوست، پنجشېر، تخار، بغلان، بامیان، سرپل، دایکنډي، غور، غزني، اروزګان، هلمند، قندهار او زابل ولایتونو کې د سخت ورښت، تالندې او برېښنا او سېلابونو راتلو اټکل شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، په بېلابېلو ځایونو کې د ورښت کچه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو اټکل شوې ده.

د یادې خبرپاڼې په وروستیو کې ویل شوي چې په لوړو ساحو او سړو سیمو کې د واورې ورېدو احتمال هم شته.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.