Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایران ته د ۳۵ کمیابه مرغانو د قاچاق مخه نیول شوې

زرنج (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۳): د نیمروز د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولین وایي چې دغه ولایت کې ایران ته د ۳۵ کمیابه مرغانو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

د نیمروز د چاپېریال ساتنې رییس مولوي حبیب‌الله مطهري پژواک خبري اژانش ته وویل: «دا ټول کمیابه مرغان وو چې له هلمنده نیمروز ته راوړل شوي وو او قاچاقبرانو غوښتل چې هغه له نیمروزه ایران ته قاچاق کړي چې له نېکه‌مرغه تېره شپه د نیمروز په شرقي ځنځیر کې د هغه د قاچاق مخه نیول شوې ده.»

هغه وایي چې دا مرغان نن سهار د ملکي او نظامي مسوولینو په حضور کې بیا ځلي طبیعت ته خوشې شول.

هغه وویل چې د دغه شمېر مرغانو د قاچاق په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په ټول هېواد کې د مرغانو او وحشي ژوو ښکار منع دی او له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.