ترینکوټ (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۳): د اروزګان د چارچینو ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې د ولسوالي لاره یې خرابه ده او غوښتنه کوي چې د ژمې له راتګ مخکې یې باید د جوړېدو چارې پیل شي.
هغه غونډه چې تېره اونۍ د اروزګان ولایت په چارچینو ولسوالي کې د ولایتي چارواکو د ورتګ په موخه جوړه شوې وه، ګډونوالو یې خپلې ستونزې مخامخ له مسوولینو سره شریکې کړې.
د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو له ولایتي مسوولینو وغوښتل چې د ژمې له راتګ مخکې دې له مرکز ترینکوټ سره د دې ولسوالي وصلېدونکې لار جوړه کړي.
د غونډې یوه ګډونوال محمد ابراهیم وویل: «د ژمي له راتګ مخکې دې زموږ لاره جوړه شي؛ ځکه موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو.»
هغه زیاته کړه، دوی ترینکوټ ښار ته د تګ راتګ لپاره همدا یوازېنۍ لاره لري چې د ژمي پرمهال د ورښتونو او سېلابونو له امله تړل کېږي.
دغه راز، د یادې ولسوالۍ د اوشي سیمې اوسېدونکي لعلمحمد وویل: «یوازې هوارکاري نهشی کولی چې زمونږ دایمي ستونزه حل کړي، لاره باید په اساسي ډول جوړه شي.»
هغوی دغه راز وویل، ولسوالي یې له کلونو راهیسې له هر ډول پراختیایي چارو وروسته پاتې چې له امله یې دوی په ډېرو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
ورته مهال، اروزګان والي مولوي عنایتالله شجاع وویل، د یاد سړک د جوړېدو چارې به پیل شي او د دایمي حل په موخه به د ولسوالۍ د خلکو ستونزې له مرکز سره شریکې کړي.
والي وویل: «د چارچینو ولسوالۍ د لارې جوړولو لپاره د ولایت له خوا د یو میلیون افغانیو او پنځه زره لېتره تېلو د ورکړې مرسته کوم او همدارنګه دې برخه کې د ولسونو غوښتنې هم له مرکزه سره شریکوم.»
هغه له خلکو وغوښتل چې له حکومت سره همکار پاتې شي او د نشهيي توکو له کښت او قاچاق څخه په کلکه ډډه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP