Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بلخ سیلو کې د غنمو زېرمه کولو برخه بېرته فعاله شوه

مزارشریف (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۳): د بلخ سیلو ریاست مسوولین وایي چې له شاوخوا درېیو لسیزو وروسته د دغه ولایت سیلو کې د غنمو زېرمه کولو برخه فعاله شوه او سږ کال به څه باندې ۳۰۰۰ ټنه غنم په کې زېرمه شي.

د بلخ ولایت سیلو رییس عبدالباري نصرت پژواک ته وویل چې د سرپرست حکومت د زعیم شېخ مولوي هبت‌الله اخندزاده په فرمان هېواد کې له احتکار څخه د مخنیوي په موخه د بلخ سیلو کې د غنمو زېرمه کولو برخه فعاله شوه.

هغه زیاتوي چې سږ کال د بلخ ولایت په سیلو کې ۳۰۳۶ ټنه غنم به چې ۱۵۰۰ ټنه یې دې سیلو ته رسیدلي، زېرمه شي.

په همدې حال، د بلخ سیلو ریاست د غنمو پېرلو مسوول شیرعلي پژواک ته وویل چې یاد غنم له کروندګرو څخه د بازار له بیې په یوه اندازه لوړه بیه پېري څو کروندګر د غنمو کرلو ته وهڅېږي.

ورته وخت کې د بلخ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست یو کارکوونکی راشد ځاځی د غنمو زېرمه کول د دغه محصول کرلو ته د کروندګرو هڅولو لپاره مهم بولي او زیاتوي چې زېرمه شوي غنم له احتکار څخه د مخنیوي او بېړنو حالاتو په موخه ساتل کېږي.

د غنمو زېرمه کول، لابرتوار او د ډوډۍ پخول د سیلو له مهمو کارونو څخه دي چې نږدې دوه کاله مخکې د بلخ سيلو کې د ډوډۍ پخولو برخه هم فعاله شوه.

د دې سیلو د ډوډۍ پخولو برخې یو کارکوونکی نصیراحمد وایي چې دا مهال د بلخ سیلو کې په ورځنۍ توګه شاوخوا ۳۰۰۰ ډوډۍ پخېږي او دولتي روغتونونو ته وېشل کېږي.

نوموړی زیاتوي، سیلو کې پخه شوې ډوډۍ د کیفیت له اړخه روغتیایي ده او هم د بازار له ډوډۍ څخه په ارزانه بیه وېشل کېږي.

د بلخ سیلو په ۱۳۶۲ لمریز کال جوړه شوې خو ځینو لاملونو له مخې یې چارې په تېرو درېيو لسزیزو کې په ټپه ولاړې وې خو د اوسني حکومت له خوا نږدې دوه کاله مخکې یې ځینې برخې بېرته فعالې شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.