Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو شمېر روسي پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، یو شمېر روسي پانګوالو د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره لیدنه کې په افغانستان کې د صنعت، ترانسپورټ، رېل پټلۍ، روغتیا او کرنې برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له یو شمېر روسي او افغان پانګوالو سره وکتل او د سوداګرۍ او پانګونې په اړه یې خبرې وکړې.

ملا برادر په دغه لیدنه کې ویلي چې افغانستان دا مهال په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې لپاره زیات فرصتونه لري، کورني او بهرني پانګوال کولای شي په دغه سکټورونو کې پانګونه وکړي.

ده ویلي، افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه یو بډایه هېواد دی او د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري.

هغه زیاته کړې، اسلامي امارت تل له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتي چې افغانستان ته راشي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

اقتصادي معاونیت لیکلي، ورپسې روسي پانګوالو په افغانستان کې په بېلابېلو سکټورونو په ځانګړي ډول صنعت، ترانسپورټ، رېل پټلۍ، روغتیا او کرنې سکټورونو کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او ویې ویل چې دوی غواړي په دې برخو کې پانګونه وکړي او له اسلامي امارت سره خپلې تجربې شریکې کړي.

خبرپاڼه کې راغلي، په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر روسي او افغان پانګوالو ته د اسلامي امارت له لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د مارکېټ ارزونې وروسته دې خپلې چارې په امن فضا کې پیل کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.