Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او ایراني چارواکو د ریلي همکاریو پر دوام خبرې کړي

کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۳): د ټولګټو وزارت وایي، د دغه وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال د ایران اوسپنې پټلۍ ادارې له اجرائیوی رئیس سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ریلي همکاریو پر دوام او پراختیا خبرې کړې دي.

د ټولګټو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال مولوي محمداسحاق صاحب‌زاده د ايران د اوسپنې پټلۍ ادارې له اجرائیوي رئیس محترم دوکتور جبارعلي ذاکري او مل پلاوي سره وکتل.

سرچينې لیکلي چې په دغه ليدنه کې د خواف-هرات د دريېمې قطعې له لارې د سوداګريزو توکو د انتقالاتو پر زياتوالي، د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د افغانستان د اوسپنيزې کرښې اړوند د تخنيکي کارکوونکو د ظرفيت لوړولو او په افغانستان کې د اوسپنيزې کرښې په برخه کې د پانګونې پر څرنګوالي خبرې وشوې.

یاد وزارت لیکلي، په پای کې دواړو لورو د افغانستان او ايران ترمنځ په اوسنيو دوه اړخيزو ريلي همکاريو خوښي وښوده او هيله يې څرګنده کړه، چې دواړه هيوادونه بايد د ريلي همکاريو د دوام او پراختيا په موخه هڅې نورې هم زياتې کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.