کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو سرمنشي په بحرانځپلو سیمو کې د جګړې پای ته رسولو او سولې ټینګښت لپاره د جدي اقدام پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ د جي۲۰ له هېوادونو غوښتي چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې برخه کې مالي مرستې وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش دغه څرګندونې پرون (یکشنبه) په برازیل کې په یوه غونډه کې کړې دي.
هغه د جي۲۰ هېوادونو له مشرانو غوښتي چې خپلو وزيرانو ته لارښوونه وکړي څو له اقليمي بدلون سره د مبارزې لپاره مالي مرستې برابرې کړي.
ګوټرېش ټینګار کړی چې له هغو هېوادونو هم باید ملاتړ وشي چې له اقتصادي پلوه له نامناسب وضعیت سره مخ دي.
هغه دغهراز د غزې، لبنان، سوډان او اوکراین په څېر په بحرانځپلو سیمو او هېوادونو کې د جګړې پر پای ته رسولو هم ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې انتونیو ګوترېش د تېرې اونۍ سهشنبه (د لړم ۲۲مه) په باکو کې د اقلیمي بدلون په کنفرانس کې د نړۍ له مشرانو هم وغوښتل څو له اقلیمي بدلون سره د مبارزې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړی.
هغه خبرداری ورکړی و چې په نړۍ کې د تودوخې لوړېدو د کنټرول او د اقلیمي بدلون کړکېچ پراخېدو د مخنیوي لپاره وخت مخ پر ختمېدو دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP