مزارشریف (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۳): د بلخ مرکز مزارشریف ښار بېلابېلو ناحیو کې د څه باندې ۲۶ میلیون افغانیو په لګښت د شپږو پراختیایي پروژو چارې پیل شوې.
د مزارشریف ښاروالۍ سکټوري رییس جاوید مایار وایي چې د مزارشریف ښار په لومړۍ ناحیه کې د ښاروالۍ له پراختیایي بودجې د څلور میلیون افغانیو په لګښت د ۴۵۰ متره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې.
هغه زیاتوي، دغه سړک ۷ متره پلنوالی او دواړو غاړو ته ویالې لري چې د درې میاشتو په موده کې به جوړ او ګټې اخیستنې وسپارل شي.
نوموړی زیاتوي چې د ښاروالۍ له لوري په نهمه ناحیه خبریالانو چوک کې د سړک منځ ګلدان کې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲۵۰ مټره فلزي کټارو د نصب چارې پیل شوې.
د مایار په خبره څلور نورې پروژې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدماتو ادارې (UNOPS) د ۲۰ میلیون او ۵۰۰ زره افغانیو په مالي ملاتړ د مزارشریف په بېلابېلو ناحیو کې پیل شوې.
مایار دغه راز وایي، د څلور پروژو له ډلې په پنځمه ناحیه کې د یو کیلومتر سړک جغلاچوونه، په نهمه ناحیه کې د ۴۵۰ متره سړک کانکړیتول او په څلورمه ناحیه کې دوه پروژې چې د دوه کیلومتره پلې لارو جوړول دي، شامل دي.
په همدې حال بلخ کې د ملګرو ملتونو پروژوي خدمتونو ادارې مسوول محمدفرید رنجبر وایي، په یادو څلورو پروژو کې شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي.
رنجبر زیاتوي، دغې ادارې تېرو دوو کلونو کې د مزارشریف ښار بېلابېلو ناحیو کې ۴۶ او روان کال به ۳۲ نورې پراختیایي پروژې هم تطبیق کړي چې موخه یې خلکو ته د کاري فرصتونو برابرول او د خلکو اړتیا وړ پروژې پلې کول دي.
بلخوا د مزارشریف ښار اوسېدونکي د دغو پروژو پیل ته خوښ دي.
د نهمې ناحیې دشتشور سیمې اوسېدونکی غلام رسول وایي، خوښ دی چې په دې سیمه کې سړک جوړېږي او د خلکو ستونزې ورسره کمېږي.
هغه دغه راز وایي، د سړک جوړولو سربېره د سیمې شاوخوا ۱۲۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې چې په ورځنۍ توګه ۴۵۰ افغانۍ ترلاسه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP