Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني پوهنتون کې د ۳۰ میلیون افغانیو په ارزښت څلور پروژې پلې کېږي

غزني ښار (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۳): د غزني پوهنتون مسوولین وایي، دغه ولایت ته د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست د خپل وروستي سفر پر مهال غزني پوهنتون لپاره د ۳۰ میلیون افغانیو په ارزښت څلور پروژې منظورې کړې چې ډېر ژر به یې چارې پیل شي.

د غزني پوهنتون رییس مولوي سعید‌الله منصور پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست شیخ ندامحمد ندیم او ورسره مل پلاوي له غزني پوهنتون د لیدنې پر مهال په دغه پوهنتون کې د ۳۰ میلیون افغانیو په ارزښت څلور پروژې منظورې کړې چې ژر به يې چاري پیل شي.

نوموړي وویل، په دغو پروژو کې د غزني پوهنتون د غونډو او کنفرانسونو لپاره عمومي تالار جوړول، د پوهنتون لپاره عمومي کتابتون، د زراعت پوهنځي لپاره د تحقیقاتي فارم جوړښت او د یاد پوهنتون د عمومي مسجد پراخوالی او ترمیم شامل دي.

هغه زیاته کړه، وزیر ور سره ژمنه کړې چې د یاد پوهنتون د ټولو پوهنځیو لپاره د نوو کتابونو اخیستلو ته به هم ځانګړې بودجه منظوره کړي.

ورته مهال، د یاد پوهنتون استادان او محصلان د لوړو زده‌کړو له وزارت څخه غوښتنه کوي چې دغه ولایت ته دې د لوړو زده‌کړو برخه کې پاملرنه ‌ډېره شي؛ ځکه په وینا یې، غزني یو پراخ ولایت او د ډېر نفوس لرونکی دی.

باید وویل شي چې د غزني پوهنتون په زراعت، تعلیم او تربیه، اقتصاد، شراعیات، ادبیات او کمپیوټرساینس پوهنځيو کې پنځه زره محصلان پر لوړو زده‌کړو بوخت دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.