Language

میدان‌وردګو کې د قلمونو جوړولو یوې فابریکې فعالیت پيل کړ

میدان‌ښار (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۳): د ميدان‌وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د قلمونو جوړولو یوې فابریکې فعالیت پيل کړ.

د اړوندې موضوع په اړه جوړ شوو مراسمو ته د میدان‌وردګو ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیال محمدخان ځواک وویل چې اسلامي امارت په هېواد کې پانګه‌والو ته د اسانتياوو برابرولو لپاره ژمن دی او تل هڅه کوي څو دغه شان کورنيو او بهرنيو پانګه‌والو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

نوموړي وویل، دغه ډول کارخوني کولای شي په هېواد کې کاري فرصتونه ایجاد کړي، څو اقتصادي ستونزې راکمې شي.

ورته مهال، د یادې کارخونې مشر حاجي خيال‌محمد وویل، دغه کارخونه یې د یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت جوړه کړې ده.

هغه وايي چې دغه کارخونه بېک قلمونه تولیدوي او ۲۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.