Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل – ګردېز درې کیلومتره تړل شوی سړک بېرته پرانیستل شو

پل‌علم (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۳): په لوګر ولایت کې له ۱۸ کلونو وروسته د کابل - ګرديز لویې لارې درې کیلومتره تړل شوی سړک پرانیستل شو.

په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې د ۲۰۳ منصوري قول‌اردو اړوند د څلورمې پلې لوا قوماندان قاري معراج‌الدین معراج وویل: «دغه سړک کابو اتلس کاله وړاندې د جمهوريت نظام له لوري د لوا یوه برخه ګرځېدلي وه چې د لوګر په ګډون د کابل، پکتیا او خوست ولایتونو مسافرو ته یې ستونزې جوړې کړې وې او وخت ناوخته ترافیکي پېښې هم رامنځته کېدلې چې د ولس په غوښتنه، د ولایتي ادارې د پرېکړې په اساس د ملي دفاع وزیر په سپارښتنه وروسته له اتلسو کلونو د یوې میاشتنې کار او هڅو پایله کې بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو.»

ورته مهال، د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور وویل، ا.ا تل په دې هڅه کې دی څو په هره برخه کې د خلکو پر وړاندې شته ستونزې حل کړي او موانع له منځه یوسي.

د پل‌علم يوه موټرچلوونکي ګل‌احمد پژواک ته وويل، دغه سړک د تېر جمهوريت پر مهال د امنيتي ځواکونو له لوري تړل شوی و.

هغه وايي، دوی اوس خوښ دي چې دغه سړک بېرته پرانیستل شو.

د یادونې ده، د ياد سړک له تړل کېدو وروسته تر اوسه د کابل - ګردېز لویې لارې موټرو د څرخ ولسوالۍ پر فرعي سړک تګ راتګ کاوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.