Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار – هرات پر لویه لار د اتو جوماتونو د جوړېدو چارې پيل شوې

کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۳): د ټولګټو وزارت وايي، د نږدې ۲۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د کندهار – هرات پر لویه لار د اتو جوماتونو د جوړولو چارې پيل شوې.

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د کندهار – هرات لویې لارې اړوند د اته محرابه جوماتونو ودانیزې چارې د ۲۵۹ میلیون او ۸۹۵ زره افغانیو په لګښت پيل شوې.

هغه پژواک ته وویل چې د یادو جوماتونو د جوړولو لګښت د دغه وزارت له بودجې څخه ورکول کېږي.

ده زیاته کړه، دغه جوماتونه د کندهار میوند ولسوالۍ، د هلمند نادعلي ولسوالۍ، د فراه ګلستان او فراه رود ولسوالیو، د نیمروز خاشرود ولسوالۍ او د هرات شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو کې له بېلابېلو ودانیزو شرکتونو سره د تړون له مخې جوړېږي.

د نوموړي په وینا، د هر جومات د جوړېدو چارې به د یوه کال په موده کې بشپړې شي.

د سرچینې په حواله، د ټولګټو وزارت له دې مخکې د کابل – کندهار لویې لارې په اوږدو کې د شپږو نورو جوماتونو د جوړولو چارې هم پيل کړې دي.

د حق‌شناس د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت د مشرتابه له حکم سره سم د ټولګټو وزارت له لوري ۷۵ جوماتونه د لویو لارو په هر ۷۰ کیلومټره کې جوړېږي چې هر یو به یې د ۳۰۰ لمونځ‌کوونکو د ځایېدو ظرفیت ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.