کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ازبکستان نوي ګومارل شوي سفیر سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سترو اقتصادي پروژو برخه کې دې عملي ګامونه پورته شي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نن په کابل کې د ازبکستان نوي ګومارل شوي سفیر ایبک عثمانوف د خپل باورلیک کاپي د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ته وړاندې کړه.
سرچینې زیاته کړې، په سر کې مولوي امیرخان متقي د ازبکستان نوي سفیر ته هرکلی ووایه او ډاډ یې ورکړ چې د بهرنیو چارو وزارت به ورسره په اړوندو چارو کې بشپړه همکاري کوي.
سرچینې ویلي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دواړو هېوادونو په پلازمېنو کې د افغانستان او اوزبکستان د فعالو سفارتونه دوو اړخیزو اړیکو کې د پرمختګ ښه نښه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سترو ګډو اقتصادي پروژو برخه کې باید عملي ګامونه پورته شي.
د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په یاده لیدنه کې ایبک عثمانوف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو فضاء ښه وبلله او ژمنه یې وکړه چې د خپل ماموریت په دوره کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره هلې ځلې کوي.
د ازبکستان نوي سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه د پلاوو تبادله د نږدې اړیکو د بېلګي په توګه یاده کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ایبک عثمانوف د روانې لړم میاشتې په اوومه کابل ته راغلی چې له ده مخکې یادګار خوجه شادمانوف له ۲۰۱۲ تر ۲۰۲۴ کال پورې په کابل کې د ازبکستان سفیر و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP