Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې درې کسان له جعلي ډالرو سره نیول شوي

غزني‌ښار (پژواک، د لیندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د غزني امنیه قوماندانۍ وایي چې په دغه ولایت کې درې کسان له څلور زره جعلي ډالرو سره نیول شوي دي.

د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک آژانس ته وویل، د لویو لارو ساتونکو نن د مرکز اړوند ناني بازار ته څېرمه درې کسان د یوه کشفي راپور له مخې له څلور زره جعلي امریکايي ډالرو سره نیولي دي.

نوموړي وویل، له یادو کسانو یو میل تومانچه هم ترلاسه شوې او نیول شوي درې واړه کسان د خوست ولايت اصلي اوسېدونکي دي.

سرحدي وايي، هڅې روانې دي چې له دوی سره تړلي نور کسان هم ونیول شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.