Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بلخ اوسېدونکي د مزار – کندوز لویې لارې د جوړېدو غوښتنه کوي

د بلخ اوسېدونکي د مزار – کندوز لویې لارې د جوړېدو غوښتنه کوي

author avatar
21 Nov 2024 - 13:32
د بلخ اوسېدونکي د مزار – کندوز لویې لارې د جوړېدو غوښتنه کوي
author avatar
21 Nov 2024 - 13:32

مزارشریف (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د اېرګنک په نوم مشهوره لاره چې مزارشریف کندوز له یو بل سره نښلوي، د بلخ اوسېدونکي او موټر‌چلوونکي يې له حکومته د جوړېدو غوښتنه کوي.

موټرچلوونکي زیاتوي که د دې لارې ویجاړې شوې برخې ورغول شي؛ نو واټنونه به کم او د کرايې پر ټيټوالي به هم مثبت اغېز ولري.

دغه ترانزیټي لویه لار د ایرګنک پر دوو زونونو سربېره شېرخان، حیرتان او اقینه ګمرکونه هم سره نښلوي.

بلخوا بیا ځايي حکومتي چارواکي د خلکو ستونزې مني او ډاډ ورکوي چې یاده لار به په اساسي ډول ورغوي.

دې لویې لارې یو شمېر موټرچلوونکي وایي، که څه هم تېر کال ملي دفاع وزارت د ایرګنک لارې ځینې ویجاړي شوې برخې ورغولې؛ خو په خبره یې دا بسنه نه کوي او اساسي جوړېدو ته جدي اړتیا لري.

عبدالقهار چې له تېرې یوې لسیزې راهیسې پر دغه لاره موټر چلوي، وايي، هر کال د ژمې په موسم کې موټرچلوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وي او په اسانۍ نه‌شي کولای خپل منزل ته ورسېږي.

هغه وایي: «له چهاردرې ولسوالۍ څخه د خلم ولسوالۍ تر مربوطاتو دغه لاره چې نږدې ٢٧ کیلومتره راځي، ډېره خرابه ده، د ژمې موسم کې دلته پر دغه اېرګنک کوتل موټر نه شي راختلای، که څه هم تېر کال اسلامي امارت دغه لاره یو څه جوړه کړه؛ خو زموږ غوښتنه دا ده چې دا لاره ټوله پخه شي، ځکه دا د پلخمري او سمنګان تر لارې ډېره ښه ده.»

دغه راز، یو بل موټرچلوونکی جمشېد وایي، د اسلامي امارت په راتګ سره د دې لارې امنیتي وضعیت تر پخوا ښه شوی او اوس یې رغول د خلکو او موټرچلوونکو لویه هیله بلل کېږي.

هغه زیاته کړه: «د اېرګنک لاره تر عمومي لارې ډېره لڼده ده؛ خو بېخي ډېره خرابه ده، مونږ له اسلامي امارته غواړو چې دغه د اېرګنک لاره په اساسي بڼه ورغوي، ځکه دا شېرخان او حیرتان ګمرکونه سره نښلوي، اوس‌مهال د دې لارې امنیت ډېر ښه شوی خو لویه ستونزه دا ده چې دا لاره خرابه ده.»

د همایون په نوم د بلخ ولایت اوسېدونکی وایي: «شپږ میاشتې وړاندې اېرګنک لاره د ۲۰۹ الفتح قول اردو له‌خوا ځينې برخې چغل کاري شوې، باربري موټر یې له دې لارې منع کړل؛ خو اوس هم دغه لاره ډېره خرابه ده، د موټرو ټیرونه په کې پنچرېږي او چټک تګ راتګ پرې نه شي کولای.»

بلخوا د کندوز ولایت ځايي چارواکي وايي، د اېرګنک لویې لارې د جوړېدو په تړاو د ټولګټو وزارت له چارواکو سره غږېدلي او هغوی ورسره د بشپړې همکارۍ ژمنه کړې ده.

د یاد ولایت مرستیال والي حبیب‌الرحمن صهیب وایي چې د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ اړوند سیمه کې یاده لاره شاوخوا ٣٠ کیلومتره خرابه ده او په خبره یې، د پخېدو چارې به يې نږدې راتلونکي کې پیل شي.

هغه وایي: «دغه یوه مهمه ترانزیټي لاره ده، دا یوازې دوه زونونه نه، بلکې شېرخان، حیرتان او اقینې بندرونه له یو بل سره وصلوي، د چهاردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې چې دغه لاره شاوخوا ٣٠ کیلومتره خامه پاتې ده، موږ یې د جوړېدو پلان لرو. په همدې تړاو له ټولګټو وزارت سره غږېدلي یوو او هغوی هم د همکارۍ ژمنه راسره کړې ده.»

د یادونې ده، له دې مخکې به د ناامنیو له امله د مزار – کندوز لاين موټرونو د بغلان او سمنګان ولایتونو له لارې تګ راتګ کاوه؛ خو اوس ځکه موټرچلوونکي له اېرګنک کوتله د بدیلې لارې په توګه کار اخلي چې د ځان او مسافرو لپاره یې لنډه بولي.

Views: 48

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.