کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وايي، اسلامي امارت د خپل مسوولیت له مخې له هرې ممکنې لارې د اوبو د غوره مدیریت لپاره هلې ځلې کوي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر یادې څرګندونې نن کابل کې د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د دغه وزارت د سیندیزو حوزو رییسانو، مشاورینو، د انرژۍ زونونو امرینو او انجنیرانو ته د وړتیا لوړونې په موخه د جوړ شوي علمي او تخنیکي سیمینار په پای غونډه کې ګډون وکړې.
هغه د اوبو ارزښت ته په اشارې وویل: «د اوبو اهمیت او اړتیا په اړه الله تعالی انسانانو ته لارښوونه کړې چې د یوې اسلامي ټولنې په توګه موږ ته له اوبو سره د سم چلند په اړه اسلامي مکلفیت راجع کوي.»
دی وایي، له نړۍ سره د سیالۍ او اقتصادي ودې لپاره د اوبو غوره مدیریت په اوسني عصر کې اړین او ملي مسوولیت ګڼل کېږي.
هغه زیاته کړې، اقلیمي بدلونونو، د اوبو ککړتیا کچې لوړېدو، د انسانانو د زیاتېدونکو اړتیاوو او د بېپروا مصرف له امله، نن ورځ په نړۍ کې د اوبو د کمښت ستونزه جدي بلل کېږي چې دې چارې د هېوادونو ترمنځ خپلمنځي او نړۍوالې سیاسي او اقتصادي اړیکې اغېزمنې کړې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د هېواد د اوبو سرچینو مدیریت او کنټرول ته په اشارې وویل، افغانستان د اوبو پراخې طبیعي سرچینې لري خو د مدیریت او ترې د سالمې استفادې برخه کې یې مسلکي چلند نه دی شوی.
دی زیاتوي، اسلامي امارت د خپل مسوولیت له مخې له هرې ممکنې لارې او امکاناتو په استفادې د پیاوړې ارادې په درلودو سره د اوبو د غوره مدیریت لپاره هلې ځلې کوي.
ملا برادر د اوبو مدیریت او ترې د سالمې استفادې په برخه کې د ظرفیت لوړونې په موخه د لنډمهاله علمي او تخنیکي زدهکړو سیمینار له فارغانو وغوښتل چې د دغه مهم ملي سکټور د ودې او د ملت د هوساینې لپاره په پوره اخلاص کار وکړي.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د یاد سیمینار پای غونډه کې وویل، اسلامي امارت د اوبو مدیریت ته ژمن دی.
دی وايي، تېر کال د اوبو او برېښنا وزارت لپاره د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۱۷ چکډېمونه منظور او د جوړولو چارې یې بشپړې شوې دي.
هغه زیاته کړه، د ولس مسوولیت جوړېږي چې د اوبو او انرژۍ په برخه کې سپما وکړي.
د یاد وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم وویل، افغانستان په کال کې ۸۰ زره متر مکعبه اوبه په طبیعي بڼه ترلاسه کوي.
دی وايي، که دغه اوبه مدیریت شي ګاونډي هېوادونه به افغانستان ته احتیاج شي.
د دغه سیمینار پای غونډه کې د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د اوبو پروژو مدیریتي او معلوماتي سیسټم، د اوبو د کیفیت معلوماتي سیسټم، د اسنادو مدیریت او تعقیب سیسټم، د کارمندانو د هویت کارت مدیریتي سیسټم، او د زدهکړې د ظرفیت لوړونې پروګرامونه هم پرانیستل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP