کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د ملي دفاع وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا، ښه ګاونډیتوب، سوداګرۍ، سرحدي همکاریو او د افغان کډوالو د مسایلو په اړه خبرې اترې کړې دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي پر خپله اېکسياڼه لیکلي چې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد پرون ناوخته په کابل کې د ایران اسلامي جمهوري له سفیر حسن کاظمي قمي او د هغه له مل پلاوي سره لیدلي دي.
سرچینه زیاتوي: «په یاده غونډه کې دواړو خواوو د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا، ښه ګاونډیتوب، سوداګرۍ، سرحدي همکاریو او د افغان کډوالو د مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې او په بېلابېلو برخو کې یې د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا لپاره پر خپل چمتووالي ټینګار وکړ.»
دغهراز، په کابل کې د ایران سفارت هم پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ایران سفارت سرپرست او د ولسمشر ځانګړي استازي له مولوي محمدیعقوب مجاهد سره په لیدنه کې د سرحدي کمېشنرانو د توافقاتو د اجرا کېدو پر لړۍ، د سرحدونو امنیت ډېرېدو او د امنیت خرابېدو له جریاناتو سره د جدي مقابلې په اړه خبرې کړې دي.
د یادولو ده، مخکې له دې هم قمي د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP