Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا په غزه کې د اوربند په اړه د امنیت شورا پرېکړه‌لیک وېټو کړ

کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د امریکا متحده ایالتونو غزه کې د اوربند په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه‌لیک وېټو کړی دی.

ګارډین راپور ورکړی چې د امنیت شورا له ۱۴ غړو یوازې د امریکا متحده ایالتونو د پرېکړه‌لیک له تصویب د مخنیوي لپاره مخالفه رایه ورکړه.

د پرېکړه‌لیک په طرحه کې چې د امنیت شورا د لسو دایمي غړو له لوري وړاندې شوې وه، پر «سمدستي، بې‌ قید او شرطه او دایمي اوربند» ټینګار کړی او دغه‌راز په جلا ډول یې د یرغمل شوو کسانو خوشي کېدو غوښتنه کړې وه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د امریکا د استازي مرستیال رابرټ ووډ ویلي چې یاد پرېکړه‌لیک د یرغمل شوو سمدستي خوشي کېدو ته اشاره نه ده کړې.

د امریکا له لوري د یاد پرېکړه‌لیک وېټو کول د نورو ډېرو هېوادونو غبرګون راپارولي او هغوی څرګنده کړې چې ملګري ملتونه په غزه کې د سولې په ټينګېدو کې ناکام دي.

امنیت شورا کې د فرانسې استازي نیکلاس دو ویلي چې یاد پرېکړه‌لیک د یرغملو له خوشي کېدو ملاتړ کوي، خو امریکا رد کړې ده.

ورته مهال، د چین استازي هم ویلي: «هر ځل چې متحده ایالتونه د خپل وېټو له حقه د اسرائیل د ملاتړ لپاره کار اخیستی، په غزه کې وژنې ډېرې شوې دي.»

امنیت شورا له ۱۵ غړو جوړه ده چې امریکا، روسیه، چین، برېتانیا او فرانسه یې دایمي غړي  دي او د وېټو حق لري.

دا لومړی ځل نه دی چې امریکا یا د امنیت شورا نور دایمي غړي په غزه کې د اروبند په اړه پرېکړه‌لیک وېټو کوي.

تېر کال هم په لېندۍ میاشت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روسیې او چین د وېټو له امله د یرغمل شوو کسانو خوشي کولو د موافقې د یوې برخې په توګه په غزه کې د سمدستي اوربند لپاره د متحده ایالتونو له لوري وړاندیز شوی پرېکړه‌لیک تصویبولو کې ناکام شو.

خو د سږ کال په وري میاشت کې امنیت شورا د غزې په تړانګه کې د اوربند پرېکړه‌لیک له ۱۴ موافقو رایو سره تصویب کړ. یاد پرېکړه‌لیک کې په سیمه کې د بېړني او دایمي اوربند، د یرغمل شوو خوشي کېدو او غزې ته د بشري مرستو لېږلو غوښتنه شوې وه.

د غزې اوسنۍ جګړه چې ۱۳ میاشتې اوږده شوه، نږدې ۴۴ زره کسان په کې وژل شوي او د غزې نږدې ټول وګړي یې بې‌ځایه کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.