Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان او بغلان کې د ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې پیل شوې

مهترلام - پلخمري (پژواک، لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): مسوولین وایي، د لغمان په مرکز او قرغیو ولسوالۍ کې او د بغلان په دوشي او دهنه‌غوري ولسوالیو کې د یو شمېر پروژو چارې پیل شوې چې شاوخوا ۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت به ورباندې وشي.

د لغمان ولایت د اقتصاد ریاست مطبوعاتي مسوول خلیل‌الرحمن صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن یې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) په مالي لګښت د دغه ولایت په مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې د دوو کانالونو سربېره د یوه سربند د جوړېدو چارې پیل کړې.

هغه وویل: «یو کانال د مرکز مهترلام اړوند بدیع‌العباد سیمه کې په پاخه شکل سره جوړيږي چې ۸۳۳ متره استنادي دېوال، دوه متره لوړوالی، پنځه متره سور او ۱۰ بابه د اوبو د کنترول دروازې لري چې په ۱۷ کلیو کې به ۷ زره جریبه ځمکه خړوبه کړي، دویم کانال د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کمال‌پور سیمه کې جوړيږي چې ۲۱۷ متره وږدوالی لري په ۱۳ کلیو کې به شپږ زره جریبه ځمکه خړوبوي او همدارنګه په مرکز مهترلام کې د موساخیلو د سر بند د جوړولو پروژه ده چې ۱۹ کلي به تر پوښښ لاندې ونیسي، د ۱۰۰ متره اوږدوالي په در لودولو سره به ۸۰ متره بولډروال دېوال ولري چې ۹۵۰۰ جریبه کرنېزه ځمکه به خړوبه کړي.»

نوموړي وویل، په دغو پروژو ۱۴ میلیونه افغانۍ لګښت کېږي.

ورته مهال، د بغلان ولايت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول نورجان کاکړ پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام، په مالي ملاتړ د دغه ولایت د دوشي ولسوالۍ په ظهرابي کلي کې د یوه سربند او ۸۲ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوال د جوړېدو چارې پیل شوې.

نوموړي دغه راز وویل، د دهنه‌غوري ولسوالۍ په تپه سنګک سیمه کې هم د یوه سربند او ۶۴ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوال جوړولو کار پیل شوی چې په جوړېدو سره به یې زرګونه جریبه ځمکې د موسمي سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شي او د یادو کلیو کرنیزو ځمکو ته به په وخت د اوبو رسولو اسانتیا هم رامنځته شي .

د هغه د معلوماتو له‌مخې، پر یادو پروژو څلور میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې په پلې کېدو سره به یې سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.