فیروزکوه (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۳): د غور د امر بالمعروف ادارې مسوولین وایي چې په تېرو درېیو کلونو کې په دغه ولایت کې د ښځو اړوند ۶۵۵ قضیو ته چې په هغو کې د اجباري ودونو، میراث، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او حقونو قضیې شاملې دي، رسېدنه شوې ده.
د غور د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر ادارې مرستیال مولوي عبدالباسط ملازاده نن (د لېندۍ ۳مه) وویل: «په هېواد کې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د غور د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر اداره توانېدلې چې د ښځو اړوند ۶۵۵ قضیې حل او هغو ته رسېدنه وکړي.»
د هغه په خبره، له دغو قضیو ۲۶۰ یې د اجباري ودونو، ۷۵ یې د میراث او نورې وې.
نوموړی وایي چې ۳۲۰ قضیې د حل په موخه د دې ادارې له لارې عدلي او قضایي ارګانونو ته استول شوې او رسېدنه ورته شوې ده.
هغه دغهراز وویل چې اسلامي امارت له ښځو ملاتړ ته ژمن دی او هڅه کوي څو هغوی له خپلو شرعي حقونو برخمنې شي.
بلخوا، په غور کې یو شمېر ښځې د ښځو قضیو ته د رسېدنې له امله د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر له ادارې مننه وکړه او د ښځو د لا ډېر ملاتړ غوښتنه کوي.
د فیروزکوه ښار یوې اوسېدونکې شکریې (مستعار نوم) پژواک ته وویل، وروڼو یې د میراث له حقه محرومه کړې وه خو امر بالمعروف او نهي عنالمنکر ادارې ته له مراجعې وروسته دې مسئلې ته رسېدنه شوې ده.
نوموړې وویل: «کله مې چې پلار مړ شو، وروڼو مې هغه حق چې له پلاره راته پاتې و، را نه کړ، راته ویل یې چې نور نو تا واده کړی، اړتیا نشته، زما خاوند څلور کاله مخکې مړ شوی، وروڼو مې ما ته هيڅ پاملرنه ونه کړه، زه اولادونه لرم، له ما ډوډۍ غواړي، وروڼو ته مې ډېر وویل، ویې نه منله، بالاخره حکومت ته لاړم او خپل حق راته ورسېد.»
دغه راز، یوې بلې مېرمنې ګلچهرې (مستعار نوم) وویل چې شپږ میاشتې مخکې د خسرګنۍ له خوا ورسره تاوتریخوالی کېده، خو مسوولینو ته له مراجعې او له خسرګنۍ سره له خبرو وروسته بیا تاوتریخوالی نه دی ورسره شوی.
هغې زیاته کړه: «په ناحقه دلیلونو د خواښې او ندردو او ان د خاوند له خوا وهل ټکول کېدم، ډېر بد وضعیت مې لاره، وروسته له هغه چې له پلار سره حکومت ته عارضه شوم او څو ورځې له هغوی سره خبرې وشوې، بالاخره له ما سره د خاوند د کورنۍ چلند تغییر وکړ او اوس ښه ژوند لرم.»
یادې دواړه مېرمنې د غور د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر ادارې او د دولت له نورو بنسټونو غواړي څو له ښځو او د هغوی له حقونو دفاع او ستونزو ته یې پاملرنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP