پخلمري (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۳): د بغلان د امنیه قومانداني مسوولین وایي، وړمه شپه د نهرین ولسوالۍ په یوه خانقا کې پر عبادتکوونکو د برید په تور یې پنځه کسان نیولي دي.
د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني پژواک خبري اژانس ته وویل، وړمه شپه د نهرین ولسوالي بازار ته څېرمه د سید پاچا جان په نوم زیارت کې پر عبادتکوونکو د وسلهوال برید په تور یې پنځه کسان نیولي دي.
هغه وویل: «تېره ورځ د پېښې ځای ته نږدې له یوه کور او مکتب څخه چې د سید پاچا جان اغا خانقا او جومات ترڅنګ دي، څلور، پنځه تورن کسان نیول شوي دي.»
د هغه په خبره، سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې او په یاده پېښه کې د ټولو لاس لرونکو کسانو د نیولو هڅې یې پیل کړې دي.
د امنیه قومانداني د معلوماتو له مخې، هلته د وړمې شپې برید کې لس کسان چې ټول یې عبادتکوونکي وو، وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP