Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډاکټران: تر دوه کلنۍ پورې ماشوم ته د مور شیدې ورکول د مور او ماشوم د ښې روغتیا لامل کېږي

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۳): که څه هم ډاکټران ماشوم ته تر دوه کلنۍ پورې د مور شیدې ورکول د مور او ماشوم دواړو روغتیا لپاره ګټور بولي خو ځیني میندې تر دې وخته خپل ماشوم ته شیدې نه ورکوي؛ ځکه فکر کوي چې دغه کار یې د بدن کمزوري کېدو، ژر زړېدو او د اندام خرابېدو لامل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د دیني علماوو په خبره، اسلامي شریعت هم حکم کړی چې مور باید خپل ماشوم ته لږ تر لږه تر دوو کلونو پورې شیدې ورکړي.

یوه مور: ماشوم ته د شیدو ورکولو پر مهال به مې وجود ورځ تر بلې کمزوری کېده

د کابل ښار د څلورمې کارتې اوسېدونکې فهیمه سهرابي – چې دوه درې او پنځه کلن زامن لري- وايي چې ماشومانو ته یې تر یوې یا دوو میاشتو پورې خپلې شیدې ورکولې، وروسته یې پوډري شیدې ورکړې دي.

هغې چې پر دې باور ده، ماشوم ته شیدې ورکول د مور د وجود کمزوري کېدو، ژر زړېدو او د اندام خرابېدو لامل ګرځي، په دې اړه چې پوډري شيدې د مور د شيدو په اندازه ګټورې نه شي کېدلای وویل: «ما عادي شیدې نه اخیستې، یو قطی مې په ۱۵۰۰ افغانیو اخیست او ۸ تر ۱۰ ورځو یې بس کېدې.»

هغه د شیدو لوړې بیې ته په اشاره چې خپلو زامنو ته یې ورکولې وايي: «زه فکر کوم، د هغو شیدو کیفیت چې خپلو ماشومانو ته مې ورکولې زما تر خپلو شیدو ښه دی.»

ورته مهال، د کابل ښار د شېرپور سیمې ۲۳ کلنه منیژه هم خپلو ماشومانو ته وچې شيدې ورکوي؛ ځکه د هغې په وینا، خپله یې په کافي اندازه شيدې نه درلودلې.

هغې زیاته کړه: «لومړی چې ماشوم مې نړۍ ته راغی، شيدې مې ډېرې وي، ماشوم مې پرې مړېده، خو له دوو میاشتو وروسته مې شيدې کمې شوې او ماشوم مې تل ناارامي کوله؛ ځکه وږی به و، اړه شوم وچې شيدې ورته واخلم، له هغه وروسته مې خپلې شيدې وچې شوې او تر اوسه چې ماشوم مې دوه کلن شوی، وچې شيدې ورکوم.»

نوموړې زیاته کړه: «کله چې مې ماشوم ته شيدې ورکولې، ورځ تر بلې کمزورې کېدم، د کور کارونو ته مې رسېدنه نشوای کولای، کله چې مې شیدې ورکول پرېښودل، زما ستونزه هم حل شوه او اوس الحمدالله ښه یمه.»

دغه‌راز، د کابل ښار د قلعه زمان خان اوسېدونکې فوزیې محرابي وویل چې د شپږو اولادونو مور ده او هیڅ یوه ته یې خپلې شيدې نه دي ورکړې.

هغې په دې اړه چې ولې یې خپلو ماشومانو ته شيدې نه دي ورکړې؟ وویل: «اولادونو مې زما شیدې نه خوړلې، کنه ډېره هڅه مې کوله خپلې شیدې ورکړم، ټول مې په وچو شيدو رالوی کړي.»

ډاکټران: ماشوم ته تر دوه کلنۍ د مور شيدې ورکول د مور او ماشوم د ښې روغتیا لامل کېږي

د اریانا کابل روغتون نسایي ولادي متخصصې ډاکټرې یاسمین یزداني ماشوم ته د مور شیدو ګټو ته په اشاره وویل چې د ځینو میندو د باور خلاف ماشوم ته تر دوه کلنۍ شیدې ورکول د مور او ماشوم دواړو روغتیا پیاوړې کوي.

نوموړې زیاته کړه: «کله چې لومړی ځل مور خپل ماشوم په غېږ کې نیسي، له هماغه وخته شيدې ورکول پيلېږي او د روغتیا د نړۍوال سازمان منل شوو معیارونو له مخې، یوه مور باید تر شپږو میاشتو ماشوم یوازې په خپلو شيدو تغذیه کړي، وروسته له هغه تر دوه کلنۍ پورې د خپلو شیدو ترڅنګ متمم خواړه هم ورکړي.»

هغه وايي، د مور شیدې د دې ترڅنګ چې د ماشوم د روغتیا لپاره اړینې دي، د مور د روغتیا لپاره هم ډېرې ګټور دي او د مور د رحم او سینې د سرطان مخنیوی کوي او د وزن کمېدو او د بدن اضافي غوړو په له منځه وړلو کې هم ډېر اغېز لري.

د هغې په خبره، هغه ماشومان چې د مور په شیدو تغذیه شوي، د بدن قوي دفاعي سیستم، لوړ هوښ او پیاوړي هډوکي لري.

هغې د میندو شیدو نه درلودو لاملونو ته په اشاره زیاته کړه: «ستړیا او د خوړو ناسم رژیم د شیدو نه درلودو او یا د میندو د شیدو کمېدو لاملونه دي، ډېرې میندې وروسته له زېږونه د انرژي او خوب له کموالي سره مخ کېږي، دا چاره د شیدو ورکولو پر پروسه ډېر اغېز لري.»

هغې د مور د شیدو ډېرېدو لپاره سپارښتنه وکړه چې میندوارې مېرمنې دې خپلې تغذیې او استراحت ته پاملرنه وکړي او ډېر مایعات دې واخلي.

دغه‌راز، د کابل ښار د نسايي ولادي متخصصې ډاکټرې زرغونې مهدي وویل: «د مور شیدې بشپړه غذا ده، د هضم او جذب وړ دي او د بشریت لومړني خواړه ګڼل کېږي، البته یو خدایي نعمت دی چې په لومړیو ساعتونو کې چې ماشوم زېږي، خوړلای یې شي.»

هغې زیاته کړه، د مور شيدې د ماشوم د بدن مقاومت لوړوي او پرته له دې چې د ماشوم د هاضمې

په سیستم کې کومه ستونزه پیدا شي، هضم او جذب کولا یې شي.

د ډاکټر په خبره، کله چې یو ماشوم په سمه توګه په شیدو تغذیه شي، تر شپږو میاشتو پورې نورو خوړو ته اړتیا نه لري او وروسته له شپږو میاشتو د مور د شيدو ترڅنګ ورته نور خواړه لکه پوډري شیدې هم ورکولای شو.

هغې زیاته کړه: «ځینې ميندې وايي، ماشوم مې زما شيدې نه خوري، یا شیدې مې کمې دي یا زما له شیدو سره ځېل کوي، په حقیقت کې چې کله یوه مور په ناارامه ځای کې وي، د ناستې حالت یې سم نه وي، شونې ده چې د ماشوم خوله د مور په سینه بنده شي، کله چې ماشوم شیدې کش نه کړای شي، ساه یې بندېږي، د هماغه له امله ماشوم ژاړي، مور فکر کوي چې ماشوم یې له شیدو سره ځېل کړی او که په سمه توګه یې ور نه کړي، د مور شیدې ورځ په ورځ کمېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام مبارک دین هم د مور د شیدو په تغذیې ټینګار کړی دی.

د نورالله کوثر په نوم یوه دیني عالم وویل، د اسلام په مبارک دین کې د مور په شیدو تغذیه کېدل د ماشوم له حقونو شمېرل کېږي.

هغه زیاته کړه: «اسلامي شریعت حکم کړی چې مور باید لږ تر لږه تر دوو کلونو خپل ماشوم ته شیدې ورکړي او تر دوه‌نیم کلنۍ یې هم ورکولای شي خو که یوه ښځه چې ماشوم ته د شیدو ورکولو وړتیا ولري او ور یې نه کړي، ګناهکارېږي؛ ځکه چې د خپل ماشوم یو حق یې ضایع کړی دی.»

د هغې په خبره، خاوند هم مسوولیت لري چې خپلې مېرمن ته ښه خواړه او امکانات برابر کړي څو هغه خپل ماشوم ته شیدې ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.