Language

له تاجکستان سره د وارداتي برېښنا تړون د یوه بل کال لپاره وغځول شو

کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې له تاجکستان سره یې د وارداتي برېښنا تړون د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره تمدید کړ.

د افغانستان برېښنا شرکت دغه خبر نن پر خپله اېکس‌پاڼه خپور کړی.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او د تاجکستان د تاجک برېښنا سهامي شرکت رییس محمدعمر عسازاده ترمنځ د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره د برېښنا پېرلو تړون لاسلیک شو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد تړون په ترکیه کې لاسلیک شوی دی.

دا چې تاجکستان افغانستان ته د یاد تړون له مخې څومره برېښنا ورکوي؟ په اړه یې سرچینې معلومات نه دي ورکړي خو د برېښنا شرکت ویاند حمکت‌الله میوندي له دې مخکې پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې د دغه تړون له مخې به تاجکستان افغانستان ته له ۱۰۰ تر ۱۲۰ میګاواټه برېښنا ورکوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.