جلالاباد (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۳): د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې امنیتي منسوبینو د ځنګلي ونو د خپلسرې وهنې په تړاو پنځه کسان نيولي دي.
مسوولین وايي، د رياستالوزراء د حکم له مخې د ځنګلونو او غرنيو ونو وهل او قاچاق بند شوی او دغه چاره له یاد حکم څخه سرغړونه ده.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سيدطيب حماد نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ دغه ولایت د نازیانو ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ منسوبینو په يوه غرنۍ سيمه کې پنځه کسان نيولي چې د څېړۍ ونې يې په خپلسري توګه وهلې.
دی وايي، يادو کسانو شاوخوا ۳۰ ونې پرې کړې وې چې امنيتي منسوبینو د راپور پر بنسټ پرې عملیات ترسره کړي او ياد کسان نيول شوي دي.
د قوماندانۍ وياند زياتوي چې نیول شوي کسان اوسمهال په یاده اداره کې تر پوښتنو لاندې دي چې وروسته به رسماً عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP