Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې د سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي

کندوز (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۳): کندوز کې ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله دوه زره جریب کرنیزه ځمکه او سلګونه کورونه په بشپړ او قسمي ډول ویجاړ شوي دي.

د کندوز د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي رییس مولوي شفیق‌الله جواد وايي چې تېرو څو ورځو کې د دغه ولایت په دشت ارچي، خان‌اباد او علي‌اباد ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

هغه زیاته کړه: «سېلاب په علي‌اباد ولسوالۍ کې زر جریبه کرنیزه ځمکه خرابه کړې، ۲۵۰ تر ۳۰۰ کورونه یې په جزیي او بشپړه توکه ویجاړ کړي، خان‌اباد ولسوالۍ کې ۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خرابه شوې او تقریبا ۱۰۰ پسونه تلف شوي، په دشت ارچي ولسوالۍ کې ټول ۴۰ کورونه وران شوي او ۵۰۰ تر ۶۰۰ جریب کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.»

جواد د حکومت او مرسته کوونکو موسسو له لوري د سروې او مرستې رسولو څخه هم خبر ورکړ.

ورته مهال، د کندوز یو شمېر سېلاب‌ځپلي له سرپرست حکومت او مرسته کوونکو بنسټونو څخه غواړي چې د بېړنیو مرستو برخه کې هغوی ته پاملرنه وکړي.

یوه زیانمن شوي خدای‌نظر وویل: «سېلابونو زموږ ځمکې خرابې کړې، سرپنا نه لرو، خیمې ته اړتیا لرو، د شپې ډوډۍ نلرو، زموږ ټول شیان سېل ویووړل، له اسلامي امارته غواړو چې زموږ ستونزو ته رسېدنه وکړي.»

دغه راز یوه بل زیانمن شوي برکت وویل: «له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه دا ده چې له موږ سره مرسته وکړي، د خلکو کرنیزې ځمکې او کورونه وران شوي دي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.