Language

تېره یوه میاشت هېواد کې نږدې ۱۴۴ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي

کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۳): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان کال په لړم میاشت کې  یې په ټول هېواد کې نږدې ۱۴۴ زره الکترونیکي تذکرې وېشلې دي.

یادې ادارې نن (دوشنبه، د لېندۍ ۵مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان کال په لړم میاشت کې د ټول هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو او اسان خدمت ۷۹ وېش څانګو له لارې ۱۴۳ زره او ۸۰۳ هېوادوالو ته الکترونیکي تذکرې وېشلې دي.

سرچینې لیکلي، تر ټولو ډېرې وېشل شوې تذکرې په ترتیب سره په کابل کې ۴۳ زره او ۳۹۹، په ننګرهار کې ۱۰ زره او ۸۹۴، په کندهار کې ۹ زره  او ۶۵۶، بلخ کې ۷ زره او ۴۴۹ او هرات کې ۷ زره او ۴۳  تذکرې دي.