کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۳): په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې پاکستان کې د روان وضعیت له امله، نن (دوشنبه) رخصت دی.
یاد سفارت په یوه اعلامیه کې لیکلي: «ټولو مراجعینو ته خبر ورکول کېږي چې په اسلاماباد کې د افغانستان ا.ا سفارت سبا د نومبر ۲۵مه په پلازمېنه کې د روان وضعیت له امله رخصت دی.»
دا په داسې حال کې ده چې تېرو دوو ورځو کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان مینوالو له زندان څخه د هغه د خوشې کېدو لپاره پراخ لاریونونه کړي دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د یادو لاریونونو له امله اسلاماباد ته ټولې غځیدلې لارې تړل شوې او یاده سیمه کې د انټرنېټ او موبایل خدمتونه قطع شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP