Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان لپاره د برېتانیا او اسلامي همکاریو سازمان استازي له ا.ا سره د تعامل پر پياوړتیا غږېدلي

کابل (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۳): د اسلامي همکاریو سازمان وايي چې د دغه سازمان استازي طارق علي بخیت او د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي اندي مک کوبري له اسلامي امارت سره د تعامل د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د اسلامي همکاریو سازمان تېره شپه ناوخته (دوشنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو د اسلامي همکاریو سازمان په مرکزي دفتر کې د علي بخیت او کوبري له لیدنې خبر ورکړی دی.

سرچینې زیاته کړې چې دواړو خواوو خبرې تر ډېره د دوحې په درېيمه ناسته کې د بحث وړ موضوعاتو په چوکاټ کې د افغانستان پر وضعيت متمرکزې وې.

خبرپاڼه کې راغلي: «دواړو لورو د اقتصادي، بشردوستانه او بشري حقونو د لومړیتوبونو په ګډون له بېلابېلو ننګونو سره د اغېزناکې مقابلې لپاره چې هېواد او خلک ورسره مخ دي، له بالفعلو چارواکو سره د شته تعاملاتو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې طارق علي بخیت په اسلام‌اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې امنې بلوچ او د افغانستان او لوېدیځې اسیا په چارو کې د دغه وزارت له مرستیال احمدنسیم وریچ سره لیدلي او د افغانستان په اړه یې خبرې ورسره کړې وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.