Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د روسیې لوړپوړي پلاوي د کورنیو چارو او ملي دفاع له سرپرست وزیرانو سره هم لیدلي

کابل (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۳): د روسیې د امنیت شورا عمومي منشي په مشرۍ پلاوي د کورنیو چارو او ملي دفاع له سرپرست وزیرانو سره د سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ‎سراج‌الدین حقاني د روسیې فدراسیون د امنیت شورا له عمومي منشي او مل پلاوي سره وکتل.

سرچينې لیکلي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

خبرپاڼه کې راغلي: «د روسیې فدراسیون د امنیت شورا عمومي منشي ډاډ ورکړ چې د روسیې حکومت د طالبانو تحریک چې پخوا یې اسلامي امارت په دې نوم یاداوه، له ممنوعه ډلو د لرې کولو بهیر وروستيو پړاوونه ته رسېدلی، دا مرحله به په لنډ وخت کې بشپړه شي چې له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په مختلفو برخو کې پراختیا ومومي.»

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني هم په دې لیدنه کې ‎ویلي چې دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په بېلابېلو برخو کې لا پیاوړې کړي.

هغه ویلي، افغانان اوس خپلواک دي، پر خپل سیاسي برخلیک حاکم دي، خپلې فیصلې په خپله کوي او اسلامي امارت نه یوازې د امن افغانستان، بلکې د ټولې سیمې او خطې د ثبات او هوساینې هیله لري.

حقاني دغه راز ویلي، په افغانستان کې جګړه ختمه شوې او د بې‌ثباتۍ ټول عوامل له منځه تللي، نو سیمه باید له دغه فرصته اعظمي ګټه پورته کړي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد پلاوی د دغه وزارت له سرپرست ملا محمدیعقوب مجاهد سره هم لیدلي دي.

یاد وزارت لیکلي، ملا محمدیعقوب مجاهد له تور لېسته د اسلامي امارت نوم د ایستلو او د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت برخو کې د روسیې د هڅو ستاینه وکړه او روسي لوري هم د اسلامي امارت، په ځانګړي ډول د ملي دفاع وزارت هڅې د افغانستان د امنیت او ثبات د ټینګښت برخه کې وستایلې.

د خبرپاڼې له مخې، د ناستې په دوام دواړو لورو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه ټینګار وکړ او خوښي څرګنده کړه او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې نظرونه تبادله کړل.

د یادونې ده، یاد پلاوي بېګا د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د اسلامي امارت له نورو بېلابېلو چارواکو سره هم لیدلي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.