کابل (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت مرستیال د وسپنې پټلیو نړۍوالې اتحادیې په ۳۴مه سیمهییزه ناسته کې د ګډون لپاره ترکیې ته ولاړ.
د ټولګټو وزارت ویاند اشرف حقشناس نن (د لېندۍ ۷مه) پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت د وسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمداسحاق صاحبزاده د وسپنې پټلیو نړۍوالې اتحادیې(UIC) په ۳۴مه سیمهییزه ناسته کې د ګډون په موخه ترکیې ته سفر وکړ.
سرچینې لیکلي چې په دې ناسته کې به د یادې اتحادیې د کلني راپور له وړاندې کېدو وروسته، د وسپنې پټلیو او ترانسپورټي فعالیتونو ښه کېدو، د پانګونې د جلب او په دې برخه کې د سیمې هېوادونو د وروستیو لاستهراوړنو په اړه خبرې وشي.
سرچینې زیاته کړې، د ټولګټور وزارت د وسپنې پټلۍ مرستیال به په دې ناسته کې د خپلو فعالیتونو، لاستهراوړنو او په افغانستان کې د پټلۍ برخه کې تر کار لاندې پروژو، د سیمهییزو پټلیو نښلولو، پرمختګونو او راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړي.
د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، «یوایسي» د وسپنې او رېلپټلۍ د پراختیا او ودې برخه کې یوه نړۍواله مسلکي اتحادیه ده چې افغانستان یې په ۲۰۱۳ ميلادي کال کې غړيتوب اخیستی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP