کابل (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۳): د چاپېریالساتنې ملي ادارې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۶ زره وحشي ژوو د ښکار مخنیوی کړی چې په تړاو یې ۷۱ کسان نیول شوي.
د چاپېریالساتنې ملي ادارې مسلکي مرستیال ډاکټر زینالعابدین عابد پژواک خبري اژانس ته وویل، وحشي ژوي د افغانستان ملي پانګه ده او ساتنه یې د ټولو ګډ مسوولیت دی.
دی وايي، د اسلامي امارت رهبرۍ د حکم له مخې، د وحشي ژوو خوندیتوب په موخه د هغو پر ښکار بندیز لګېدلی دی.
هغه زیاته کړه، په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۶ زره وحشي ژوو د ښکار مخنیوی شوی دی.
دی زیاتوي، په یاده موده کې ۷۱ کسان د وحشي ژوو د ښکار په تړاو نیول شوي چې عدلي او قضایي بنسټونو ته ورپېژندل شوي او ډېر شمېر یې د افغانستان وګړي دي.
د هغه په خبره، د چاپېریالساتنې ملي ادارې هڅه کړې چې په ټولو ولایتونو کې د دې ادارې د ریاستونو له لارې عامو خلکو ته پوهاوی ورکړي څو د وحشي ژوو ښکار ونه کړي او ژوي د خپل ولایت لپاره ښایست وبولي.
د هغه په وینا، په افغانستان کې تېرو څلورو لسیزو جګړو نه یوازې پر خلکو، بلکې پر وحشي ژوو هم منفي اغېز کړی او ځيني وحشي ژوي نورو هېوادونو ته تللي دي.
عابد دغه راز وویل، د اسلامي امارت په حاکمېدو سره د وحشي ژوو ښکار بند شوی او یو شمېر دغه شوي بېرته د افغانستان طبیعت ته راستانه شوي دي.
ورته مهال، یو شمېر کارپوهان بیا وايي، که د ښکار مخنیوی وشي د ژویو شمېر به بېرته ډېر شي.
یوه کارپوه محبالله فضلي پژواک ته وویل، له څو لسیزو راهیسې د افغانستان زیات شمېر وحشي ژوي د ځینو ګواښونو، لکه ښکار، قاچاق، د اقلیم بدلون او یا د نورو دلایلو له امله د انقراض حالت ته تللي دي.
دی وايي، په افغانستان د اسلامي امارت په راتګ سره د وحشي ژوو ښکار او د هغو ناقانونه سوداګرۍ مخنیوي ته په کلکه پاملرنه شوې ده.
دی زیاتوي، کله چې د یادو ژوو ښکار ډېر شي نو په چاپېریال او ایکو سیسټم کې ځینې کړۍ دي، هغه ماتېږي او ګواښونه راپیدا کېږي.
د هغه په وینا، که د ښکار مخه ونیول شي، د ژوو شمېر ډېرېږي او په دې سره په طبیعت کې د ځینو ناروغیو مخنیوی کېږي.
ده د په وینا، اسلامي امارت کولای شي هغه ژوي چې شمېر یې زیات وي، ښکار ته وړاندې کړي او د عایداتي سرچینې په توګه یې وکاروي.
دغه راز، یوه بل کارپوه نجیبالله سدید پژواک ته وویل، وحشي ژوي په غذايي ځنځیره کې اړين رول لري او له بلې خوا د ژوند د چاپېريال تنوع په حقیقت کې د حیواناتو او بوټو له لارې تامینېږي.
دی زیاتوي، د وحشي ژوو د ډېر او بېضرورته ښکار مخنيوی باید وشي څو په طبیعت کې د طبیعي خوړو ځنځيره او د ژوند چاپېريال تنوع د تل لپاره پاتې وي.
بل لور ته، د ننګرهار یوه اوسېدونکي وسیم پژواک ته وویل، ۳۰ کاله کېږي د من او سلوا په نوم د یوه مرغه ښکار کوي.
هغه له اسلامي امارته وغوښتل چې دوی ته د ښکار زمینه برابره کړي او په خبره یې، د هغو ژوو ښکار به نه کوي چې له امله یې د طبیعت ښکلا ته زیان اوړي.
د خوست اوسېدونکی کلام خان وايي، د هغو وحشي ژوو د ښکار مخنیوی باید وشي چې نسل یې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی.
هغه زیاته کړه، دی هم خوښ دی چې د وحشي ژوو په ښکار بندیز لګېدلی دی.
همدارنګه، د کابل یو شمېر اوسېدونکي هم د وحشي ژوو پر ښکار بندیز پر ځای اقدام بولي.
د کابل ښار اوسېدونکي تیمورشاه پژواک ته وویل، په افغانستان کې له سیاسي بدلون مخکې به د کابل ښار کاهفروشي کوڅې ته ښکاریانو بېلابېل ډول وحشي ژوي د پلور لپاره راوړل خو اوس نه راړول کېږي.
دی وايي، د اسلامي امارت له لوري پر وحشي ژوو د ښکار بندیز ښه اقدام دی؛ ځکه چې نسل یې د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی.
د کابل ښار یوه بل اوسېدونکي بشیراحمد پژواک ته وویل چې مخکې به وحشي ژوي د کابل ښار ته د خرڅلاو لپاره راړول کېدل خو اوس یې مخنیوی شوی دی.
دی وايي، د وحشي ژوو پر ښکار بندیز پر ځای اقدام دی؛ ځکه چې دغه ژوي د یوه هېواد د طبیعت ښایست دي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې په افغانستان کې ۱۳۸ ډوله فقاریه حیوانات، ۴۲۸ ډوله مرغان، ۹۲ ډوله خزنده ګان، شپږ ډوله ذومعیشتین او ۱۰۱ ډوله کبان پېژندل شوي دي.
Views: 98
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP