فېروزکوه (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۳): د فېروزکوه ښاروال وایي چې دغه ښار کې د څه باندې ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت ۱۷ زېربنایي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د فېروزکوه ښاروال مولوي امینالله شریفي وویل چې دغو پروژو کې پر سړکونو کانکرېټ اچونه، د پلچکونو جوړول، د استنادي دېوالونو جوړول، د ښاروالۍ د تاسیساتو ترمیم، د فېروزکوه ښار د پخو سړکونو داغګیري او د کټارو ترمیم شامل دي.
هغه وویل چې پر دغو پروژو ۱۳ میلیونه اوو ۵۸۸ زره او ۳۰۰ افغانۍ لګښت راغلی دی چې د غور د ښاروالۍ له بودجې ورکړل شوي دي.
نوموړي وویل چې دا اداره په پام کې لري څو راتلونکي کال کې خلکو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه ډېرې زېربنایي پروژې تطبیق کړي.
بلخوا، د غور اوسېدونکي د دغو زېربنایي پروژو له بشپړېدو خوښ دي او په دغه ولایت کې د پراختیايي او اقتصادي پروژو پر تطبیق ټینګار کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP