Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې د جانيخيلو ولسوالۍ مقام ته نوې ودانۍ جوړه شوه

ګردېز (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۳): د کورنيو چارو وزارت مسوولين وايي چې د جانيخيلو ولسوالۍ مقام لپاره د ۲۲ ميليون افغانيو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د يادې ودانۍ د ګټې اخيستنې مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت د تعميراتو عمومي ریيس مولوي شريف‌الله الهام وويل چې سږ کال د کورنيو چارو وزارت په بودجه د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ۲۳ ولسواليو ته تعميرونه جوړ شوي چې اووه يې ګټې اخيستنې ته سپارل شوي.

دغه راز، د جانيخيلو مرستيال ولسوال ګلام خان خبيب وويل: «د ودانۍ نشتون له امله زموږ ټولې چارې له ستونزې سره مخ وې، زموږ اداري اسناد به چې وو هغه هم خوندي نه وو، خو اوس چې ولسوالۍ ته ودانۍ په اساسي ډول جوړه شوه زموږ ټولې ستونزې به ورسره حل شي.»

د معلوماتو له مخې، ياده ودانۍ په درېيو پوړونو کې په اساسي ډول جوړه شوې چې ۲۶ اداري خونې او هر پوړ کې پخلنځي او تشنابونه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.