کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۳): راشدخان د کرکټ نړۍوالې شورا یو ورځنیو لوبو د توپاچونې برخې نړۍواله درجهبندۍ کې لومړی ځای خپل کړ.
د کرکټ نړۍوالې شورا پرون د یو ورځنیو لوبو نړۍواله درجهبندي خپره کړه چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شلاوریزو لوبو لوبډلمشر راشدخان د توپاچونې برخه کې د ۶۸۷ نومرو په ترلاسه کولو سره لومړی ځای خپل کړی دی.
راشدخان له دې مخکې د یو ورځنیو نړۍوالو لوبو په درجهبندۍ کې دویم ځای کې و.
دغه راز، د توپاچونې په دې تازه درجهبندۍ پاکستانی لوبغاړی شاهین افریدی دویم او د سوېلي افریقا لوبغاړی ماهاراج درېیم ځایونه خپل کړي دي.
د یادونې ده، په دې درجهبندۍ کې د الراونډرانو برخه کې محمدنبي بیا خپل مخکنی لومړی مقام ساتلی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP