کابل (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۳): د اوسپنې پټلۍ نړۍوالې اتحادیې استازو د دې اتحادیې په ۳۴مه سیمهییزه غونډه کې ژمنه کړې چې افغان کارکوونکو ته د اوسپنې پټلۍ اړوند راتلونکو روزنیزو کوروسونو کې د ګډون بلنه ورکوي.
د افغانستان ټولګټو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د اوسپنې پټلۍ نړۍوالې اتحاديې (UIC) ۳۴مه سيمهييزه غونډه د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شوه او د دغه وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي هم ګډون په کې کړی دی.
په یاده غونډه کې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال مولوي محمداسحاق صاحبزاده ویلي، د اوسپنې پټلۍ د بنسټونو رغول او معياري کول يو ملي او نړۍوال بعد لري، خو اسلامي امارت د تېرو څو لسيزو له پاتې ستونزو او ننګونو سره سره د اوسپنې پټلۍ بنسټیزې پراختيا ته لومړیتوب ورکړی دی.
هغه د سيمې هېوادونو استازو ته ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت د غوره سوداګريزو اړيکو ساتلو په موخه د اوسپنې پټلۍ بنسټیزې پراختيا، د ګټې اخيستنې، د خدماتو کيفيت لوړولو او ساتنې او څارنې برخو کې اغېزناکو هڅو ترسره کولو ته ژمن دی.
دغه راز، په یاده غونډه کې د اوسپنې پټلۍ نړۍوالې اتحاديې استازو ژمنه کړې چې د اوسپنې پتلۍ اړوند راتلونکو روزنیزو کورسونو کې به افغان کارکوونکو ته هم د ګډون بلنه ورکړي.
د سرچینې په خبره، په غونډه کې د اوسپنې پټلۍ نړۍوالې اتحاديې او د منځني ختیځ سيمهييزې ټولنې د استازو له خوا د وروستيو فعالیتونو، لاستهراوړنو، تر کار لاندې پروژو او راتلونکو پلانونو په اړه مفصل کلنی راپور وړاندې شو او د اسلامي امارت پلاوي هم د لاستهراوړنو او راتلونکو درې کلنو لومړيتوبونو په تړاو خپل معلومات د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP