کابل (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۳): ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د سپاه پاسداران یو نظامي مستشار کیومرث پورهاشمي په سوریه کې وژل شوی دی.
ایرنا خبري اژانس د سپاه پاسداران په حواله راپور ورکړی او لیکلي یې دي: «د حرم مدافع او په سوریه کې د سپاه پاسداران لوړپوړی نظامي مستشار دویم سردار سرتیپ پاسدار، کیومرث پورهاشمي چې په (حاج هاشم مشهور و)، تېره شپه د حلب ښار په څنډه کې د تکفیري صهیونیستي ترهګرو په بریدونو کې په شهادت ورسېد.»
د راپورونو پر بنسټ، د ایران دغه لوړپوړی قوماندان په حلب کې د بشار اسد رژیم د مخالفې «تحریم الشام» ډلې په برید کې وژل شوی دی.
د دې ډلې د راپور له مخې، تېره چهارشنبه یې د سوریې په شمال کې د مخالفینو تر کنټرول لاندې په وروستۍ سیمه کې د سوریې د اردو پر وړاندې پراخ نظامي عملیات پیل کړل او ځینې سیمې یې هم نیولې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP