پلعلم (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۳): د چین هېواد د اېمسيسي شرکت مسوولین وايي چې په لوګر ولایت کې د چین او افغانستان ګډ بازار جوړېږي.
د چین اېمسيسي شرکت پلاوي د لوګر ولایت له والي او سیمهییزو چارواکو سره د یاد بازار د جوړېدو په اړه لومړنۍ ناسته کړې ده.
د دغه شرکت مسوول سانګ وویل، د چین اېمسيسي شرکت د افغانستان له حکومت سره په ګډه د محمداغې ولسوالۍ عینکو کان ته نږدې د غځېدلي سړک په مربوطاتو کې د «چین – افغانستان» ګډ سوداګریز بازار جوړوي.
هغه دغه راز وویل، په یاد بازار کې به سوداګریزه راکړه ورکړه کېږي او ګڼ شمېر وزګارو کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.
همدارنګه د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني د چین اېمسيسي شرکت له مسؤول او کارکوونکو وغوښتل چې ژر تر ژره د عینکو کان د مسو عملي استخراج پیل کړي.
مدني همدارنګه زیاته کړه، افغانستان یو له کانونو ډک هېواد دی خو که چیرې د دغه هېواد کانونه په قانونې بڼه را وایستل شي نو د ډېرو خلکو اقتصاد به ورسره ښه شي.
د لوګر والي وویل، افغانستان له چین سره ښې او دوستانه اړیکې لري او په دې هڅه کې دی چې په دغه ولایت کې د عینکو کان او بهرنیو کارکوونکو امنیت خوندي وساتي.
د مس عینک قرارداد د ۲۰۰۸ کال د اپرېل په ۲۵مه له یوه چیني شرکت اېمسيسي سره د کانونو وزارت له خوا لاسلیک شو، خو تراوسه پورې د مس استخراج عملي چارې نه دي پيل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP