جلالاباد (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۳): د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار اوسېدونکي وايي، د ښار د نورو هديرو سربېره تر ټولو لویه د مقام خان هدیره هم ډکه شوې او اوسمهال په کې د مړو د ښخولو لپاره ځای په ډېرې سختۍ پيدا کېږي.
د مقام خان هدیره د جلالاباد ښار په شمال ختیځه څنډه کې د هډې فارم په سیمه کې پرته ده.
د جلالاباد ښاريان وايي، د دې ستونزې د حل لپاره بايد له ښار سره نږدې نورې ساحې د عمومي هديرو لپاره ځانګړې شي.
بلخوا، د جلالاباد ښاروالۍ مسوولین وايي چې د جلالاباد ښار لپاره د نوې هدیرې په اړه څو ځایونه ځانګړي شوي چې د ولايت مقام او مرکز تر منظورۍ وروسته به يې يو ځای لویې هدیرې ته ځانګړی شي.
افتابالدین چې د يو خپلوان د جنازې مراسمو کې د ګډون لپاره د جلالاباد ښار د مقام خان هديرې ته تللی، وايي، هدیره کې نور ځای نشته او بايد ښاروالۍ نوی ځای هدیرې ته ځانګړی کړي.
دی وايي: «دې هدیرې ته چې موږ مړي راوړو دلته ځای نشته، دلته خلکو قبرونه جوړ کړي وي، په شل پنځه ويشت زره افغانۍ يې خرڅوي، د مړي کورنۍ مجبوره ده چې پيسې ورکړي.»
دغه راز، بصیر احمد چې نږدې خپل يې مړ شوی او د مقام خان هدیره کې يې ښخ کړ، وايي، لومړی يې يو ځای کې د قبر ایستلو خواري وکړه خو هلته د بل قبر لحد ښکاره شو نو مجبوره شول چې قبر په پيسو واخلي.
د جلالاباد ښار د ګذر وکیلان هم وايي چې د ښار ډېرو ناحيو کې هدیرې نشته او خلک خپل مړي همدغه د مقام خان هدیر ته د ښخولو لپاره وروړي خو اوس دا هدیره هم ډکه شوې ده.
د جلالاباد ښار د څلورمې ناحیې د درېیم ګذر وکیل احمد کمین هلال وايي چې د ښار ډېر اوسېدونکي د هدیرو د ډکېدو له امله له ستونزو سره مخ دي او دوی دا موضوع څو ځلي له ښاروالۍ سره شریکه کړې ده.
بلخوا، د جلالاباد ښاروالۍ مسوولین هم مني چې ښاريان د هدیرې په برخه کې له ستونزې سره مخ دي.
د جلالاباد ښاروالۍ وياند بختي جان مراد پژواک خبري اژانس ته وويل، نوې هدیره به شاوخوا ۴۰ زره جریبه ځمکه باندې جوړېږي چې د ډېرو کلونو لپاره به د ښاريانو ستونزه ورسره حل شي.
په تېر جمهوري نظام کې هم په ځلونو د جلالاباد ښاريانو دا ستونزه ولايتي ادارو سره شریکه کړې وه او ډاډ هم ورکړل شوی و چې هدیرې لپاره به نوی ځای وټاکل شي خو تر اوسه دا ستونزه نه ده هواره شوې.
Views: 42
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP