د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار اوسېدونکي وايي، د ښار د نورو هديرو سربېره تر ټولو لویه د مقام خان هدیره هم ډکه شوې او اوسمهال په کې د مړو د ښخولو لپاره ځای په ډېرې سختۍ پيدا کېږي.