Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

قطر د افغانستان د کلتوري بنسټونو په استحکام او رغونه کې ونډه اخلي

کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۳): کابل کې د قطر سفارت سلاکار وايي، هېواد یې چمتو دی چې د دوه اړخيزه تړون په رڼا کې د افغانستان د ګڼو کلتوري او تاریخي ابداتو او مرکزونو په پیاوړتیا او جوړونه کې مهم رول ولري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یادې څرګندونې په کابل کې د قطر سفارت سلاکار مردیف القشوتی د دغه وزارت د هنر او کلتور له مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي سره په لیدنه کې کړې دي.

د قطر سفارت سلاکار ویلي: «موږ د افغانستان د خلکو او نظام پر پرمختګ، ځان بسیاينې او لاسته‌راوړنو زیات خوشحالېږو، په ځانګړي ډول د کلتوري او هنري ارزښتنو په ساتنه او رغونه کې ونډه اخیستل خپل دیني او انساني مکلفیت بولو.»

هغه زیاته کړې، قطر چمتو دی چې د دوه اړخيزه تړون په رڼا کې د افغانستان د ګڼو کلتوري او تاریخي ابداتو او مرکزونو په تقویت او جوړونه کې مهم رول ولري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال ویلي، افغانستان د تاریخي او هنري اثارو له اړخه غني هېواد دی او د اسلامي معمارۍ، خطاطي، ميناتورۍ، موزیمونو، تحقیق، ګډو نندارتونو او نورو کلتوري برخو کې تفاهم او کار کولو ته چمتو دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.