کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۳): د کابل ښاروالۍ په لومړي ځل د نیالګیو اېښودو ژمنی کمپاین پیل کړ چې په ترڅ کې به یې د ښار په بېلابېلو ساحو کې سل زره نیالګي کېښودل شي.
د نیالګیو اېښودو دغه کمپاین د ښاروالۍ د ښاري زرغونتیا ریاست له لوري نن (د لېندۍ ۱۲مه) د کابل ښار د مرنجان له تپې پیل شو.

د کابل ښاروالۍ د ښاري زرغونتیا رییس مولوي عبدالوکیل متوکل د دغه کمپاین د پیل مراسمو کې وویل، د نیالګیو اېښودو له ژمني کمپاین یې موخه هېوادوالو ته پوهاوی دی، څو پوه شي چې په ژمي کې هم نیالګي اېښودل کېږي او وده کولای شي.
دی وايي، د نیالګیو اېښودو په دغه یو میاشتني (د لېندۍ له ۱۵مې د مرغومي تر ۱۵مې) کمپاین کې به د کابل ښار بېلابېلو ساحو کې شاوخوا سل زره نیالګي کېښودل شي.
هغه زیاتوي: «د کابل ښار له حضوري چمن څخه د بګرامي تر پله، له بنايي څخه تر پل شینه، له عبدالحق څلورلارې تر سرکنو او له هغه ځایه تر تنګي غارو پورې د سړک منځ نیالګیو لپاره د اوبو رسولو سیسټم جوړ شوی چې د اوبو سپما لپاره مهم دی او له دې وروسته به دغو نیالګیو ته ټانکر اوبه نه ورکوي.»
د متوکل په خبره، د ښار په ډېرو سیمو کې نیالګیو ته د اوبو رسولو اساسي سیسټمونه هم جوړوي څو اوبه ضایع نه شي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو معین مولوي محمدخالد سجستاني هم د نیالګیو د روزنې او پالنې په اړه خبرې وکړې ویې ویل، په هره سیمه کې د نیالګیو د تربیې لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ شوي دي.
دی وايي، کابل ښاروالۍ په تېرو درېیو کلونو کې نیالګي نه دي پېرلي، بلکې په خپله يې روزلي او نهال کړي دي.
د هغه په وینا، کابل ښاروالۍ د ښار د چټلو اوبو لپاره یوه تصفیهخون جوړوي او اوبه به له تصفیه کېدو وروسته نیالګیو ته ورکول کېږي.
سجستاني دغه راز وویل، ښاروالۍ د برېښنا له شرکت سره په ګډه پرېکړه کړې چې ټولې فابریکې او کورونه به هم کارول شوې اوبه له تصفیې وروسته نیالګیو ته ورکړي.
هغه له خلکو وغوښتل چې د مېوه لرونکو نیالګیو اېښودو ته هم پاملرنه وکړي، څو کابل ښار له زرغونتيا برخمن شي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو هم د یاد کمپاین پر پیل خوښي ښيي او وايي چې د نیالګیو اېښودو ژمنی کمپاین یو نوی ابتکار دی.
د کابل ښار د اتمې ناحیې یوه اوسېدونکي سيدامام سادات پژواک ته وويل، دغه کار د چاپېریال پاکوالي لپاره یو اغېزناک ګام دی.
هغه زیاته کړه: «دا ډېر ښه کار دی، نیالګي د هوا پاکولو لپاره مهم دي او د دغه کمپاین له برکته به زموږ ښار سرسبز او ښکلی شي.»
د يادې سيمې بل اوسېدونکي حاجي ملا محمد اخندزاده بيا د نيالګيو پر روزنه او پالنه ټينګار وکړ، ويې ويل چې نيالګي بايد د ماشومانو په څېر وروزل شي او بايد پر وخت اوبه ورکړل شي.
هغه له حکومته وغوښتل چې په راتلونکي کې هم دا ډول کمپاينونه ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP