Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حنفي: افغانستان ګډو مشترکاتو ته په پام هڅه کوي له ازبکستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي

کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سمرقند له والي سره په لیدنه کې ویلي چې افغانستان ګډو مشترکاتو ته په پام هڅه کوي له ازبکستان سره خپلې اړیکې پراخې کړې.

د ارګ اېکس‌پاڼې د یوې اعلامیې  په خپرولو د ازبکستان سمرقند ولایت ته د عبدالسلام حنفي د سفر او د دغه ولایت له والي حدیث مظفر اوغلي بابایوف سره د هغه له لیدنې خبر ورکړی دی.

سرچینې لیکلي: «مولوي عبدالسلام حنفي د هغوی له مېلمه‌پالنې د ستاینې ترڅنګ وویل چې افغانستان او ازبکستان هغه دوه ګاونډي هېوادونه دي چې د نېکو اړیکو مخینه او متقابل درناوی او تعامل لري او افغانستان هڅه کوي چې د دواړو خواوو د تاریخي، کلتوري اړیکو او مشترکاتو په پام کې نیولو سره دغه اړیکې لا پراخې کړي او ارتقا ورکړي.»

هغه د یاد سفر په لړ کې د بخارا له ځینو مقدسو، تاریخي او کلتوري ځایونو هم لیدنه کړې ده.

ورته مهال، حدیث مظفر اوغلي بابایوف ویلي چې ازبکستان غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په بېلابېلو برخو کې لا پراخې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.