Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بدخشان د کوف‌اب ولسوالۍ خلکو له حکومت سره په همکارۍ ۱۵ کیلومتره نوی سړک جوړ کړی

فیض‌اباد (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۳): د بدخشان ولایت د کوف‌اب ولسوالۍ اوسېدونکو له حکومت سره په همکارۍ په دغه ولسوالۍ کې د ۱۵ کیلومتره په اوږدوالي یو نوی فرعي سړک جوړ کړی دی.

بدخشان کې ولسي سرچینې وايي چې د دغه سړک په جوړېدو سره د تګ‌ راتګ برخه کې د زرګونو کسانو ستونزه حل شوه.

د بدخشان د کوف‌اب ولسوالۍ اوسېدونکي محمدایاز سلطاني د دې ولسوالۍ د خلکو په استازي‌توب وویل چې دوی په رضاکارانه ډول د کوف‌اب ولسوالۍ د «نشر» له کلي بیا د دې ولسوالۍ تر «اب‌دوګاني» کلي پورې د ۱۵ کیلومتر په اوږدوالي او ۷ متر سور یو فرعي سړک د حکومت د یوه منسوب په یو میلیون افغانیو مرسته جوړ کړی او نن یې ګټې اخیستنې ته وسپاره.

هغه زیاته کړه چې دغه سړک لرې کلیو ته د تګ راتګ برخه کې د اسانتیا لپاره جوړ شوی چې د کوف‌اب ولسوالۍ د نشر، پدیو، پس‌فیتک، پس‌راغ، ایمج، اب‌کرد او پس‌زر کلیو زرګونه اوسېدونکي پرې تګ‌ راتګ کوي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انجنیر ذبیح‌الله امیري وايي چې په هېواد کې د امنیت په تامنېدو سره خلک په پراختیايي او اقتصادي پروژو کې ونډې اخیستو ته لېواله شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د دغه ولایت په ډېرو ولسوالیو کې له سیمه‌ییزې ادارې سره په همکارۍ د خلکو له لوري د بیارغونې کوچنۍ پروژې د تطبیقېدو په حال کې دي او دوی د وطن ابادۍ برخه کې د هر اقدام هرکلی کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.